تازه خبرونه

د بدخشان اوسیدونکي په‌خپل لګښت څه باندې ۳۰ کیلومتره سړک جوړوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۷, ۱۴۰۲

د بدخشان ولایت اوسیدونکیو د فیض‌آباد ښار په اتمه ناحیه کې د څه باندې ۳۰ کیلومتره سړک د پخولو چارې په‌خپل لګښت پیل کړې دي.

د بدخشان د مرکز اړوند د همدې برخې يو شمېر اوسیدونکيو ويلي، چې په دې وروستيو کلونو کې له ګڼو ننګونو سره مخ ول او اوس يې د ځايي اوسیدونکیو پر شخصي لګښت د دغه سړک د جوړولو چارې پيل کړې دي.

د بدخشان د ټولګټو چارو رییس عبدالغفور عتید له دغه اقدام هرکلی کړی او وايي، چې د دغه سړک له جوړېدو سره به د دې سیمې د خلکو ۵۰ سلنه ستونزې اوارې شي.

د بدخشان ولايت يو شمېر موتر چلوونکي او اوسېدونکي د دغه سړک د چارو له پیلېدو خوښ دي او وايي، چې تل په ژمي کې د سړک د خرابوالي له کبله له جدي ستونزو سره مخ وي.

د بدخشان د اتمې ناحیې د ولسي شورا مشر سید بهاءالدین وایي: له نمازګه څخه تر قلعه مد پورې ۳۵ کیلومتره سړک جوړیږي. دا پروژه دولتي نه‌، بلکې یوازې ولسي پروژه ده.

​بدخشان ولایت د هېواد په شمال ختيځ کې يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې ډېري اوسیدونکي يې د سړکونو له خرابوالي او د خدمتونو له نه‌شتوالي شکايت کوي او په دې وروستيو کې د سړکونو خرابوالى د ترافيکي پېښو د زياتوالي لامل شوى دی.

Trending

Exit mobile version