سیمه ییز خبرونه

د بدخشان د ارگو ولسوالۍ سلگونه ماشومان مرگ گواښي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د آب باريك كلي اوسيدونكي، چې د غره ښوييدنې پېښې ځپلي، خبردارى وركوي، چې كه مو د سر سيورى جوړ نه شي، د ښځو او ماشومانو په گډون به سلگونه كسان مړه شي.

دوى همدا راز وايي، د مرستو ستره برخه د سيمه ييزو چارواكو له خوا حيف وميل شوې.

د بدخشان والي وايي، تر اوسه له خاورو څخه له شل ډېر مړي را ويستل شوي او زيانمنو شويو ته به د څو راتلونكيو ورځو په اوږدو كې د ښارگوټي د جوړولو كار پيل شي.

د يادونې وړ ده، چې له يوې مياشتې راپديخوا د دې سيمې كونډې، يتيمان او بوډاگان د ژوندانه ترخې شپې او ورځې تر شنه آسمان لاندې تېروي. كه پاملرنه ورته ونه شي بېلابېلې ناروغۍ به د دوى ژوند وگواښي.

Trending

Exit mobile version