تازه خبرونه
د بدخشان سرحدي ولسوالیو ته د برښنا رسولو هوکړه لاسلیک شوه
په دوشنبه ښار کې د افغانستان برښنا شرکت او پامیر انرژۍ شرکت ترمنځ د بدخشان سرحدي ولسوالیو ته د برښنا رسولو لپاره د همکاریو هوکړهلیک لاسلیک شو.
دغه هوکړهلیک د افغانستان برښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار او د پامیر انرژۍ شرکت رییس امیرخان رحیم لاسلیک کړ.
د هوکړهلیک له مخې؛ دواړه لوري به د همکاریو د پراختیا، د انرژۍ د برابرولو او د بدخشان سرحدي ولسوالیو اوسېدونکو ته د برښنا رسولو د خدمتونو د برابرولو لپاره ګډ کار کوي.
د غونډې په څنډه کې، دواړو لوریو د ۱۱۰ کیلوولټه برښنا لېږد مزی د بدخشان تر مرکز فیضآباد پورې د غځولو په اړه هم خبرې وکړې.
عبدالحق همکار د بدخشان د برښنا د بنسټیزو چارو د پیاوړتیا لپاره د دې پروژې پر اړتیا ټینګار وکړ.
پامیر انرژۍ شرکت ویلي، چې له تخنیکي ارزونو وروسته به خپل وړاندیزونه له افغانستان برښنا شرکت سره شریک کړي.