تازه خبرونه

د بدخشان والي تاجکستان ته پر سفر تلی

یاد وزارت نن (پنجشنبه د لیندۍ شپږمه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د سرحدي پولیسو پوځي مرستیال هم له دې پلاوي سره مل دی.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت تاجکستان ته د بدخشان والي پر مشرۍ د یوه پلاوي له سفر خبر ورکړی دی.

یاد وزارت نن (پنجشنبه د لیندۍ شپږمه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د سرحدي پولیسو پوځي مرستیال هم له دې پلاوي سره مل دی.

په دې سفر کې افغان پلاوي د تاجکستان د غرني بدخشان د خپلواکه ولایت له والي، د تاجکستان د ملي امنیت سرحدي مرستیال او نورو امنیتي چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندرونو د نظم او سرحدي همغږۍ په اړه خبرې وکړې.

دا سفر په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې تېره اوونۍ د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو د کمیټې د لومړي مرستیال پر مشرۍ یوه پلاوي کابل ته د سفر پر مهال د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي دي.

Trending

Exit mobile version