سیمه ییز خبرونه
د بدخشان وردوج ولسوالي د وسلوالو مخالفينو له شتون پاكه شوه
د افغانستان ملي دفاع وزير وايي:
د بدخشان وردوج ولسوالي د وسلوالو مخالفينو له شتون پاكه شوه.
هغه ټينگار وكړ، چې د ملي اردو پوځيان د دې ولسوالۍ د غرونو په لوړو سيمو كې ځاى په ځاى شوي او امنيت يې عادي حالت ته را گرزيدلى دى.
بلخوا د وردوج ولسوالۍ اوسيدونكي له دولت غواړي چې د ستونزو د حل لپاره يې جدي اقدام وكړي.
د افغانستان ملي دفاع وزير بسم الله محمدي د چارشنبې په ورځ(د وري ۱۴) د بدخشان ولايت له وردوج ولسوالۍ څخه د ليدنې په مهال وويل، چې:
مونږ دلته راغلي يو، چې په دې سيمه كې امنيتي حالت له نږدې وڅېړو. دا يو يوځي مانور نه دى، بلكې په بدخشان ولايت كې د ملي امنيت د چټك غبرگون د ځواكونو مقاومت دى، چې په وردوج ولسوالۍ كې د طالبانو د پرمختگ مخه يې نيولې ده.
د ورودج ولسوالۍ له غرنيو سيمو طالبانو افغان امنيتي ځواكونه په نښه كول، خو اوس دغه هسكې سيمې د ملي اردو د ځواكونو تر كنترول لاندې دي.
بلخوا د ورودج ولسوالۍ ولسوال دولت خان او اوسيدونكي له دولت څخه غواړي، چې سيمه ييزو ستونزو ته يې لاسرسى ومومي.
په همدې حال كې د ملي دفاع وزير په دې ولسوالۍ كې د امنيت او ثبات د ټينگښت لپاره د خلكوهمكاري اړينه بولي.
يوه مياشت وړاندې طالبانو د بريدونو په تر سره كولو سره هڅه وكړه، څو وردوج ولسوالۍ تر خپلې ولكې لاندې راولي او له دې لارې بدخشان ناامنه كړي. كه څه هم د وسلوالو مخالفينو او امنيتي ځواكونو تر منڅ شل ورځنۍ نښتې دواړو لوريو ته درنده مرگ و ژوبله واړوله؛ خو افغان ځواكونو په ځانگړي توگه د ملي امنيت د چټك غبرگون او سرحدي پوليسو مقاومت د دې لامل شو څو وسلوال د غرونو لوړو څوكو ته شاتگ وكړي.