تازه خبرونه

د بدخشان ولایت په زرشویي پروژو کې له یولک ډېرکسان کار کوي

د کانونو او پټرولیم وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د زرشویي کانونو فعالیت نه یوازې د خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړې، بلکې د سیمې اقتصادي وضعیت یې هم د پام وړ ښه کړی دی.

Published

on

د بدخشان ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او په اړوند تخنیکي چارو کې له یو لک څخه زیاتو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیمه توګه د کار زمینه برابره شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د زرشویي کانونو فعالیت نه یوازې د خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړې، بلکې د سیمې اقتصادي وضعیت یې هم د پام وړ ښه کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ د دې ولایت اوسېدونکي، چې پخوا له بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ ول اوس د دغو پروژو له لارې د خپل ژوند ورځني عواید ترلاسه کوي.

د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د بدخشان ولایت د کانونو د قراردادي شرکتونو د ټولنیزو خدمتونو څخه تر اوسه د ۱۷ پراختیايي پروژو چارې د ٢٢٣ میلیون افغانیو پر ارزښت پیل شوې، چې په کې د کوکچې سيند له پاسه پر ۵ بنسټیزو پلونو سربېره د سړکونو رغونه د اوبو رسولو شبکې، عامه خدمتونه او نورې پروژې پلې شوې دي.

ویل کیږي، چې د هېواد د کاني زېرمو قانوني استخراج، شفاف مدیریت د دوی  لومړیتوبونه دي.

Trending

Exit mobile version