سیمه ییز خبرونه

د بدخشان په يمگان ولسوالۍ كې كلابند شوي پوليس له طالبانو سره يوځاى شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بدخشان د يمگان ولسوالي د وسله والو مخالفينو په واك كې ده.

د بدخشان امنيه قوماندان دا خبر تائيدوي او وايي، امنيتي ځواكونو له وسله والو سره سخته جگړه، ځكه درولې، چې جوي حالات مناسب نه دي.

هغه وايي، د باران په دريدو به د دې ولسوالۍ د بېرته نيولو عمليات پيل شي.

د بدخان د پوليسو قوماندان فضل الدين عيار زياته كړه، چې د يمگان ولسوالي د نظارت خانې د آمر په گډون هغه ۲۷ پوليس، چې كلابند شوي ول، د دولت له وسله والو مخالفينو سره يوځاى شوي دي.

ښاغلى عيار وايي، په تېرو درې ورځنيو سختو نښتو كې ۱۷ وسله والو مخالفين وژل شوي دي.

ښاغلى عيار زياته كړه، چې په دې جگړه كې شپږ پوليس هم وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د بدخشان د يمگان ولسوالي يوه مهمه ولسوالي گڼل كيږي، چې ناامني يې كولى شي د دغه ولايت پر نورو سميو هم ناوړه اغېز وكړي .

Trending

Exit mobile version