تازه خبرونه

د برښنایي تذکرو د ویش اجراییي طرحه ولسمشرۍ ماڼۍ ته د تایید لپاره لیږل کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

برښنایی تذکرو د ویش د ادارې رییس همایون محتاط د برښنایي تذکرو د ویش اجراییي طرحه د پنجشنبې په ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ ته د وروستي تایید لپاره لیږل کیږي.

د برښنایی تذکرو اداره وایی، په لومړي ګام کې په پلازمینه کابل کې له څلور زره څلور سوه زیات ملکي کارکونکي په پام کې نیول شوي او له دې پړاو وروسته به درې میاشتو کې نورو خلکو ته هم برښنایی تذکرې وویشل شي.

داسې ښکاري چې د برښنایی تذکرو د ویش پروسه ورو ورو پلي کیږي.

د دې پروسې نورو برخو ته هم د چمتوالي اعلام کیږي.

د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي: 

په دې برخه کې یوازې او یوازې د هیواد د ولسمشر هدایت پاته ده چې زموږ غږ ته لبیک ووایي او په مقابل کې ډونران راجمع کړي څو د دې کار د تمویل مانع نه شي. 

د ولسي جرګې ځینې غړي وایی،په هېواد کې اصلاحات او پرمختګ له دې سره تړلی چې برښنایی تذکرې وویشل شي او باید د دې پروسې په وړاندې خنډ شتون ونه لري.

مخکې له دې هم د برښنایی تذکرو د ویش پروسه له ستونزو سره مخامخ شوې ده، خو اوس به ولیدل شي چې د ولسمشر وروستی اقدام به  دې برخه کې څه اغیز ولري.

 

Trending

Exit mobile version