تازه خبرونه

د برښنا د تولید او ساختماني پروژو تړونونه لاسلیک شول

Published

on

(Last Updated On: وری ۶, ۱۴۰۳)

د څه باندې څلور میلیارډ افغانیو پر ارزښت د برښنا د تولید او ساختماني سکتور د څلورو پروژو تړونونه د مالیې، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برښنا شرکت او خصوصي سکتور ترمنځ لاسلیک شول.
دغه تړونونه نن (د کب پېنځمه) د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون په یو لړ مراسمو کې لاسلیک شول.
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پرو ژو کې د کابل د سروبي ولسوالۍ ۲۳ میګاواټه لمریزې برښنا تولید، په هرات ولایت کې د دوه سب سټیشنونو جوړول او د ۲۲۰ کیلو ولټ برښنا مزي غځول شامل دي. دغه راز د کابل ښار په کوټه سنګي سيمه کې د سوداګريز مارکیټ جوړېدو او په هلمند کې د سوداګريز مرکز او د استوګنې اپارتمانونه جوړېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې پدې پروژو به شاوخوا څلور میلیارډ افغانۍ پانګونه وشي، چې ورسره به د هېواد ملي عواید لوړ او سلګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د دغو پروژو د لاسلیک په مراسمو کې ویلي؛ نړۍ لیواله ده، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
هغه زیاته کړې: هغه پانګوال، چې دلته راځي د چارواکو په کارونو کې اخلاص او شفافیت ویني او مونږ ګورو، چې د هرې ورځې له تېرېدو سره پانګوال راځي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د کابل د سروبي ولسوالۍ په نغلوي سیمه کې د لمریزې برښنا د تولید پروژه به د ۱۸ اعشاریه ۲ میلیون امریکایي ډالرو پر لګښت په یو کال کې بشپړه شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دې پروژې تړون له “٧٧ ترکي” او “زولرستان” نومو دوه شرکتونو سره لاسليک شي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ په هرات کې د هاشمي پل سب سټېشن او دوه ګرځنده سب سټېشنونو او همدارنګه له نور الجهاد سب سټېشن څخه تر هاشمي پله پورې د ٢٢٠ کيلو ولټ برښنا د لېږد پروژې د ٢٤ اعشاریه ۵ ميليون ډالرو پر لګښت جوړېږي او په دوه کلونو کې به بشپړې شي.
دا پروژه د “زازو افغانستان” او ” کابل ملي ” په نومونو دوه شرکتونو ته سپارل شوې ده.
دغه راز د مالیې وزارت مرستیال سلطان محمد زبیر ويلي؛ دغه وزارت به په ننګرهار، فاریاب، سمنګان، بلخ او جوزجان ولایتونو کې اووه دولتي ملکیتونه هم خصوصي سکتور ته ورکړي.
د چارو ادارې رییس نورالحق انور د دغو تړونونو د لاسلیک پر مهال ویلي، چې په هېواد کې مالیه په سمه توګه مصرف شوې او ضایع شوې نده.
د دې تړونونو په لاسلیک سره به افغانانو ته د کار پیدا کولو ترڅنګ زرګونه کورنۍ برېښنا ته لاسرسی پیدا کړي او هر کال به میلیونونه افغانۍ د دولت خزانې ته جمع شي.
ویل کیږي، چې په چارو کې د رونتیا له راتلو سره به په هېواد کې پانګونې ته لیوالتیا زیاته شوې او اسلامي امارت ژمن دی، چې په هېواد کې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي او افغانستان له اوسني اقتصادي حالت څخه وباسي.

Trending

Exit mobile version