تازه خبرونه
د بریتانیې د اپوزیسیون لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی
د بریتانیې د کارګر ګوند دوه لوړپوړي استازي دیوید لمي او پریت ګیل تېره ورځ د غبرګولي پر اتلسمه کابل ته راغلي، چې په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راپدیخوا روان بشري ناورین وڅېړي.
دا لومړی ځل دی، چې د ۲۰۲۱ زېږدیزکال د اګست پر ۱۵ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له کړکېچنې وتنې وروسته د بریتانیا د اپوزیسیون سیاستوال کابل ته سفر کوي.
دیوید لمي له افغانستان څخه د بریتانیاوي ځواکونو پر ناورین جوړوونکې کړکېچن وتنې نيوکه کړې او وایي: د بريتانيا حکومت له کابل څخه د وتلو په اړه د خپل ناوړه مديريت له لارې د بریتانيا نړيوال شهرت ته زيان رسولى او نړۍ يې نوره هم ناامنه کړې ده. د بریتانیا حکومت په افغانستان کې بشري ناورین له پامه غورځولی او خیانت یې کړی دی.
دیوید لمي تویت کړی، چې: تېر دوبی له افغانستان څخه د بریتانیاوي ادارې وتل یو بشپړ ناورین و. زه نن په کابل کې یم، چې له لوږې سره د مخ میلیونونو ملکي افغانانو په اړه نړۍ خبره کړم.
دغه راز څرګندوي: د بریتانیا وزیران باید سمدلاسه له افغانستان سره د ښکېلتیا لپاره یوه ستراتیژي وکاروي او ځانونه له لوږې سره د مخ افغانانو له حاله خبر کړي او د صفر اعشاریه اووه سلنې نړیوالې مرستې له ژمنې سره بېرته راوګرځي. اړینه ده، چې له ملګرو ملتونو د خواړو نړیواله سرمشریزه جوړه او نړۍ په دې اړه رهبري کړي.
له دې مخکې هم د بریتانیې د بهرنیو اړیکو کمیټې له افغانستان څخه پر بحران زېږوونکې وتنې نیوکه کړې وه.
