تازه خبرونه

د بریټانیا اصلاحاتو ګوند د افغانستان او ۵ نورو هېوادونو پر ویزو د بندیز ژمنه وکړه

د دې ګوند نوی نومول شوی کورنیو چارو وزیر ضیا‌یوسف به د دوشنبې پر ورځ د وینا پر مهال د اصلاحاتو په طرحه کې د پاکستان، سومالیا، اریټریا، سوریې، افغانستان او سوډان پر ډیپلوماټانو، زده‌کړیالانو، کارکوونکو، وي‌آی‌پي کسانو او سیلانیانو د ویزو بندیز روښانه کړي.

Published

on

د بریټانیا اصلاحاتو سیاسي ګوند، چې مشري یې نایجل فراژ کوي؛ غواړي، چې په وړاندیز شوې طرحه کې د افغانستان په ګډون پر پېنځه نورو هېوادونو د ویزو بشپړ بندیز ولګوي. دا هڅه د ناقانونه کډوالۍ پر ضد د دوی د وړاندیز شوې تګلارې او د هغو هېوادونو پر وړاندې د فشار راوستلو یوه برخه ده، چې د شړل شویو وګړو له بېرته منلو څخه ډډه کوي.

د دې ګوند نوی نومول شوی کورنیو چارو وزیر ضیا‌یوسف به د دوشنبې پر ورځ د وینا پر مهال د اصلاحاتو په طرحه کې د پاکستان، سومالیا، اریټریا، سوریې، افغانستان او سوډان پر ډیپلوماټانو، زده‌کړیالانو، کارکوونکو، وي‌آی‌پي کسانو او سیلانیانو د ویزو بندیز روښانه کړي.

د اصلاحاتو ګوند وایي، چې د دغو هېوادونو حکومتونه د شړل شویو کډوالو او محکومو مجرمانو د بېرته منلو په برخه کې همکاري نه‌کوي.

تېر کال پاکستان له ۱۶۰ زره څخه ډېرې د بریټانيا ویزې ترلاسه کړې، چې د ویزو یو له سترو ترلاسه کوونکو ګرځوي. د بریټانيا چارواکي وایي: اسلام‌آباد یوازې د رد شویو پناه غوښتونکو لږه برخه بېرته مني او د هغو کسانو د بېرته منلو په اړه یې، چې پر لوړو جنایي قضیو محکوم شوي؛ له فشار سره مقاومت کړی دی.

دا هڅه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۷۵ هېوادونو پر وړاندې د ویزو بندیز ته ورته بلل کېږي. دا به د اصلاحاتو د هغې سټراټیژۍ مهمه برخه وي، چې غواړي تر ۲۸۸ زره پورې ناقانونه کډوال هره ورځ په پېنځه چارټر الوتنو کې له بریټانیا څخه وباسي.

د قانوني کډوالۍ په برخه کې ضیا یوسف څرګندوي: د اصلاحاتو حکومت به ټولو بهرنیو وګړو ته د ټولنیزو مرستو ورکول بند کړي. اوسمهال شاوخوا ۱.۳ میلیون بهرني وګړي یونیورسل کریډیټ (UC) ترلاسه کوي، چې شمېر یې په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۹۰۰ زره و.

ټاکل شوې، چې یوسف به څرګنده کړي؛ د کډوالۍ په اړه اوسنۍ کمزورې پالیسیو د خلکو باور کمزوری کړی او د اصلاحاتو حکومت به د غوره پاملرنې له مخې د بریټانیا پولې خوندي کړي او خلک به د امنیت احساس وکړي.

Trending

Exit mobile version