تازه خبرونه
د بریټانیا په سواحلو کې د امریکا جنګي اف ـ ۱۵ الوتکه راغورزیدلې
(Last Updated On: غبرګولى ۲۶, ۱۳۹۹)
نن دوشنبه د غبرګولی ۲۶ د بریټانیا د شمالي سیند په غاړو کې د امریکا یوه اف ۱۵ ډوله جنګي الوتکه راغورزیدلې ده.
د امریکا هوایي ځواک په ډاګه کړې، چې دغه الوتکه نن سهار ۹:۴۰ پر سیمه ییز وخت راغورزیدلې ده.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د دغې پېښې پر مهال الوتکې یوه تجربوي الوتنه لرله او یو کس په کې ناست و.
امریکایي ځواکونو ویلي، چې د راغورزیدو علت او د پیلوټ حالت تر دې دمه معلوم ندی او برټانیاوي ځواکونه د ژغورنې او پلټنې لپاره غوښتل شوي دي.
اوسمهال د بریټانیا د هوایي ځواکونو په مرکزونو کې ۴۵۰۰ امریکایي سرتېري دېره دي.
امریکایي ځواکونه دغه اف – ۱۵ سي ډوله یوه څوکۍ لرونکې الوتکه له تېرو۴۰ کلونو کاروي او دمګړۍ ۲۰۰ دغه ډول الوتکې لري.