نړۍ

د بریکس مشرانو پر ایران او غزه د اسرائیلو بریدونه وغندل

د یکشنبې پر ماښام (د چنګاښ پېنځلسمه) د بریکس مشرانو په یوه ګډه خبري څرګندونه کې د “ایران پر ملکي بېخبناوو او سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو” د اسرائیلو بریدونه “له نړیوال قانون سرغړونه” یاده کړه.

Published

on

د بریکس مشرانو په ایران او غزه د اسرائیلو د بریدونو د غندلو تر څنګ په یوه خبرپلاڼه کې څرګنده کړې، چې د بریکس مشرانو د نړیوالو ادارو د اصلاحاتو غوښتنه وکړه او بریکس یې د روان تاوتریخوالي شخړو او سوداګریزو جګړو تر منځ د څو اړخیزې ډیپلوماسۍ لپاره یو فرصت وباله.

د یکشنبې پر ماښام (د چنګاښ پېنځلسمه) د بریکس مشرانو په یوه ګډه خبري څرګندونه کې د “ایران پر ملکي بېخبناوو او سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو” د اسرائیلو بریدونه “له نړیوال قانون سرغړونه” یاده کړه.

په دې خبرپاڼه کې د بریکس مشرانو د فلسطین د خلکو د وضعیت او د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د بریدونو په اړه “ژوره اندېښنه څرګنده کړه” او د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې د تېرې میاشتې مرګونی برید یې “ترهګریز برید” یاد او وغندل شو.

د سږ کال د بریکس کلنۍ سرمشریزه د ریو ډی ژانیرو د عصري هنرونو په موزیم کې د برازیل پر کوربتوب جوړه شوه.

په دې غونډه کې د برازیل ولسمشر لوئیز ایناسیو لولا ډا سلوا، د چین لومړی وزیر لي چیانګ، د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي، د انډونیزیا ولسمشر پربوو سوانټو، د سویلي افریقا ولسمشر سیریل رامافوزا، د مصر لومړی وزیر مصطفی مدبولي، د ایټوپیا لومړی وزیر ابي احمد علي، د ابوظبي ولیعهد شیخ خالد بن محمد بن زاید آل نهیان او د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ګډون کړی و.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هم په دې غونډه کې په مجازی ډول خبرې وکړې.

دا لومړی ځل دی، چې د انډونیزیا ولسمشر د بریکس په سرمشریزه کې ګډون کړی دی.

د بریکس ډله، چې د مخ پر ودې هېوادونو څخه جوړه شوې ده؛ د G20 او G7 په څیر ډلو لپاره د لوی سیال په توګه راڅرګنده شوې ده. د چین او روسیې پر مشرۍ دا ډله د اړینو نړیوالو سیاسي او مالي ادارو لکه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او نړیوال وجهي صندوق اصلاح کولو هڅه کوي.

دې ډلې دا هڅې هم کړې، چې د نړۍ د مخکښو اسعارو په توګه د امریکا ډالر د نورو اسعارو پر ځای ځای پر ځای کړي.

اوسمهال روسیه، چین، هند، ایران، سویلي افریقا، برازیل، متحده عربي امارات، مصر، ایتوپیا او انډونیزیا هېوادونو په دې ګروپ کې بشپړ غړیتوب لري.

سره له دې، چې سعودي عربستان په رسمي ډول د غړیتوب لپاره غوښتنه کړې؛ خو تر اوسه یې په رسمي ډول د دې ګروپ په غونډو کې ګډون ندی کړی. دا هېواد هڅه کوي، چې له واشنګټن سره خپلې اړیکې وساتي.

رویټرز راپور ورکړی، چې له ۳۰ ډېرو نورو هېوادونو د بشپړ غړیو او شریکانو په توګه دې ګروپ ته خپله لېوالتیا ښودلې ده.

Trending

Exit mobile version