بی بی سی پښتو
د بشري حقونو د څار سازمان: “د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې خلک ازادۍ نه لري”
د بشري حقونو څار سازمان وايي د سمون راوستو له ژمنو سره سره، طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې، د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او د بیان پر خپلواکۍ محدودیتونه لګولي او د دغو سیمو اوسېدونکي حق نه لري چې په وړاندې یې شکایت وکړي.
د دغه سازمان، په ۶۹ مخیز تازه رپوټ کې چې سرلیک یې (تاسې د شکایت حق نه لرئ) دی ویلي، طالبان تر خپلې ولکې لاندې سیمو اوسېدونکو ته حق نه ورکوي چې د طالب چارواکو پر کړنو، د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونې، د بیان خپلواکۍ او رسنیو د سختو محدودیتونو په اړه نیوکې، پوښتنې یا شکایت وکړي.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه رپوټ په غبرګون کې وايي د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې د جګړې له کبله د خلکو د ژوند شرایط ښه نه دي، خو د ازادیو محدودیت نشته.
د طالب ویاند په خبره، دوی د شکایتونو د ثبت لپاره ځانګړی کمېسیون لري او یاد کمېسیون د خلکو شکایتونه ثبت او ارزوي او په اړه یې اقدام کوي.
ښاغلي مجاهد بي بي سي ته وویل، د بشر د حقونو د څار سازمان دا رپوټ په بې انصافۍ ترتیب شوی او ادعاوې یې هم بې بنسټه دي.
د رپوټ جزئیات څه دي؟
د بشري حقونو د څار سازمان وايي دغه رپوټ د تېر زېږديز کال له پیله، په هلمند، کندوز، وردګو او ځینو نورو ناکرارو ولایتونو کې د طالب چارواکو، قوماندانانو، جنګیالیو او دغه راز له ښوونکو، ډاکټرانو، سپین ږیرو، زدکوونکو او ځايي اوسېدونکو په ګډون، د ۱۳۸ انفرادي مرکو پر بنست چمتو شوی.
دا رپوت پر دغو سیمو کې د خلکو د ژوند تجربې او د طالبانو په پالیسیو کې د حقونو او ازادیو باندې تمرکز لري.
دغه سازمان وايي د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې پر حقونو یاد محدودیت د سولې په راتلونکي تړون کې هم حقونو ته د طالبانو د ارادې او پر کړو ژمنو د درېدو په تړاو اندېښنې راپاروي.
د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې يوې مشرې پټرېشیا ګاسمن ویلي، طالبانو ځینې سخت دريځي اقدامات بیا پلي کړي، خو خلکو ته دا ډېره ګرانه او خطرناکه ده چې د طالب چارواکو پر کړنو نیوکه کړي.
هغې زیاته کړې طالبان لا هم غواړي چې وېره خپره کړي او له دې لارې تر خپلې ولکې لاندې سیمو اوسېدونکو ته له ځواب ویلو پرته واک وچلوي.
د طالبانو په واکمنۍ کې ژوند:
دا مهال طالبان د افغانستان په پام وړ سیمو اغېز لري او په ورته سیمو کې اوسېدونکي اړ دي چې د محاکمو، روغتیا، ښوونې او روزنې او ګڼو نورو برخو کې د حکومتي قوانینو ترڅنګ د طالبانو مقررات هم په پام کې ونیسي.
د بشري حقونو څار سازمان رپوټ کې دا هم راغلي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې عموماً له بلوغ وروسته، نجونو ته اجازه نه ورکول کېږي چې زده کړې وکړي.
د دغه سازمان رپوټ له افغان حکومت، طالبانو، امریکې او ټولو هغو هیوادونو چې د سولې بهیر ملاتړ کوي، غوښتي چې د سولې خبرو اترو کې باید د ښځو ونډه او په هوکړه کې یې د حقونو تضمین وکړي.
په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي دوی هڅه کوي په ټولو بهیرونو کې د ښځو ونډه ډېره او بشري حقونو موازینو ته پوره پام وشي.
امریکا او طالبانو د روان میلادي کال په فبرورۍ مياشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې د افغان حکومت او طالبانو د شپږو زرو بندیانو له خوشي کېدو وروسته د دوی تر منځ مخامخ خبرې هم پيلېږي.
تمه کېږي په راروانو اوونیو کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو د لړۍ لومړۍ غونډه جوړه شي.