تازه خبرونه
د بشري حقونو ځانګړي استازي له عباس ستانکزي سره وکتل
نن (شنبه د تلې ۳۰ ) د افغانستان لپاره د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارد بنت او ورسره مل پلاوي د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو لړ تویتونو کې څرګنده کړې؛ شېر محمدعباس ستانکزي په دې کتنه کې له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، بانکي بندیزونو، په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې او دې ته ورته د نورو ننګونو په حل کې مرسته وکړي.
په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو خانګړي استازي ریچارد بنت ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې د اقتصادي بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره به له بهرنیو مرستندویانو سره خبرې وکړي څو له دغه هېواد سره نورې مرستې هم وشي.
