تازه خبرونه
د بشري حقونو څار بنسټ اسرائیل د فلسطینیانو پروړاندې پر توپیري چلند تورن کړل
د بشري حقونو نړیوال بنسټ اسرائیل د فلسطینیانو پر وړاندې پر توپیري چلند تورن کړي او څرګندوي؛ اسرائیل د عربي لږکیو له حقونو سرغړونه کوي، چې دا د بشریت پر وړاندې ښکاره جرم دی.
د بشري حقونو څارونکيو، چې په نیویارک کې میشت دي؛ په یوه نوي راپور کې څرګندوي، د نړیوال قانون له مخې د اسرائیلو پالیسي پر نژاد پالنې ولاړه ده.
څو اوونۍ مخکې، د جرمونو نړیوالې محکمې سپارښتنه کړې وه، چې په غزه او اسرائیل کې د جرمونو په اړه څېړنه کوي.
فلسطیني چارواکو د جرمونو د نړیوالې محکمې له دې کړنې هرکلی کړی؛ خو اسرائیلي چارواکو دا تورونه رد کړي او غندنه یې کوي.
د بشري حقونو څارونکې ډلې پر فلسطینانو بندیزونه او د اسرائیلو لخوا پرې د تبعیضي پالیسیو پلي کیدل جرم ګڼلي دی.
په راپور کې راغلي: د اسرائیل او فلسطین په خاوره کې اسرائیلي چارواکي د اسرائیلو پر یهودي خاورې او وګړيو د کنټرول له لارې د فلسطین د خاورې د کنټرول او ساتلو په لټه کې دي.
د دې راپور په پایله کې راغلي، اسرائیلي چارواکو د انسانیت پروړاندې جرمونه کړي او د فلسطینیانو پر وړاندې یې تبعیض او تعذیب کړی دی.
د بشري حقونو څار بنسټ له جرمونو نړیوالې محکمې د څېړنې غوښتنه هم کړې ده.
راپور په ډاګه کړې: د اسرائیلو په ملي قانون کې یوازې یهودان د خپلواکۍ حق لري؛ د عربانو په وړاندې د تبعیضي پالیسیو پلي کول یې بنسټ دی، چې د اسرائیلو د نفوس ۲۱ سلنه جوړوي.
د یادونې ده، چې د فلسطین او اسرائیلو تر منځ له ۱۹۶۷ زېږدیز کال راپدیخوا په سیمه کې پر بېلابېلو سیمو شخړې کوي.