تازه خبرونه
د بشري حقونو ډلو د افغانستان لپاره د یوه خپلواک څېړنیز میکانیزم غوښتنه وکړه
د ځورونې پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو ۶۳ نورو ډلو په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو بشري حقونو له شورا غوښتي، چې په افغانستان کې د پېښو د څېړلو لپاره یو خپلواک میکانیزم جوړ او رامنځته کړي.
په دغه مکتوب کې، چې د دوشنبې پر ورځ (د وږي ۱۳ ) خپور شوی راغلي، چې په تېرو دوه کلونو کې د تېر حکومت د بشري حقونو د مدافعانو، ژورنالیستانو، هنرمندانو، چارواکو او ځواکونو انتقامي وژنې، خپلسرې نيونې او ورکېدنې رامنځته شوې دي.
په دې لیک کې دا هم څرګنده شوې، چې په افغانستان کې مدني ټولنه ځپل شوې او له اساسي بشري حقونو سرغړونې شوې دي.
د بشري حقونو ډلو په دغه لیک کې یادونه کړې، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا دې په سوریه او اوکراین کې د ورته حالاتو د مخنیوي او د میانمار لپاره د خپلواکې پلټنې میکانیزم جوړ کړي. د ایران لپاره هم د حقیقت موندنې ماموریت جوړ شوی دی.
دوی ویلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا لهخوا د افغانستان لپاره د یوه خپلواک څېړنیز میکانیزم رامنځته کول ښيي، چې کولی شي د بشري حقونو د سرغړونو په قضیو کې د حساب وړاندې کولو په برخه کې ګټور ګامونه پورته کړي.
په دغه لیک کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتل شوي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت وغزوي او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض د مخنیوي کار د اړوند کاري ډله لخوا وڅارل شي.
دا په داسې حال کې ده، اسلامي امارت له بشري حقونو څخه د سرغړونې تورونه رد کړي دي.