نړۍ
د بغداد هوايي ډګر ته نږدې پر پوځي اډې توغندی لګېدلی
د عراق امنیتي او پوځي سرچینو ویلي، د چارشنبې پر ورځ د بغداد نړیوال هوايي ډګر ته نږدې کاتیوشا نومی توغندي د عراق پر کوربتوب د امریکایي ځواکونو پر پوځي اډه لګېدلی دی.
د رویټرز څرګنده کړې؛ د عراقي پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بغداد په لویدیځ کې د الجهاد په اړوند سیمه کې هوايي ډګر ته نږدې یو توغندی ویشتونکی له توغندي سره موندل شوی دی.
سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې چا ته زيان ندى اوښتى.
امریکايي چارواکو په وروستیو اوونیو کې خبرداری ورکړی، چې دوی په عراق او سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر ضد د بریدونو د زیاتېدو تمه لري؛ ځکه، چې د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژل کېدو دوه یم تلین پوره شوی دی.
د دې برید مسوولیت سمدستي چا پر غاړه ندی اخیستی؛ خو له ایران سره تړلیو عراقي ملیشو ژمنه کړې، چې د سلیماني او عراقي ملیشو د قومندان ابو مهدي المهندس د وژلو غچ به اخلي.
د چهارشنبې پر ورځ برید په روانه اوونۍ کې دوه یم برید دی، چې د دوشنبې پر ورځ د دوه بې پیلوټه الوتکو د برید له شنډېدو وروسته د بغداد نړیوال هوایي ډګر ته څېرمه پر پوځي اډه لګیږي.
د عراق د هوايي مدافع ځواکونو لخوا د سې شنبې پر ورځ هم له چاودېدونکیو توکو ډکې دوه ډرون الوتکې د عین الاسد هوايي اډې ته، چې د بغداد په لویدیځ کې د امریکایي ځواکونو کوربتوب کوي، ووېشتل شوې.
سلیماني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳ د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې ټرمپ باید د نوموړي د وژنې په خاطر محاکمه شي که نه تهران به یې غچ واخلي.
نړۍ
اسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
د راپور له مخې؛ دغه اډه د اسرائیلو د هوايي ځواک لپاره د ملاتړ او لوژستیکي مرکز په توګه کارېده او هلته ځانګړي ځواکونه او د لټون او ژغورنې ډلې هم ځای پر ځای شوې وې، چې که اسرائیلي پیلوټان راوغورځېږي؛ چټک به عملیات ترسره کړي.
نړۍ
امریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
په سپینهماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.
د چارشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا به د هوکړې د هلو ځلو په چوکاټ کې له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي.
په سپینهماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د فشارونو یو مهم هدف دا دی، چې ایران اټومي وسلو ته له لاسرسي راوګرځوي.
ویل کېږي، چې ایران تر اوسه ۹۰۰ پونډه (۴۰۸ کیلوګرامه) غني شويو یورانیم نهدي سپارلي.
نړۍ
ایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
ترمپ په سپینهماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د ایران پوځي بېوسۍ ته ګوته نېولې او څرګندوي؛ تهران باید «د ماتې منلو سپین بیرغ» پورته کړي، خو «د غرور له کبله دا کار نهکوي».
ترمپ په سپینهماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.
هغه ټینګار کړی، چې تهران ښکاره سخت دریځ ښيي؛ خو د پردې ترشاه د هوکړې غوښتونکی دی.
نوموړي همداراز په سیمه کې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري محاصره او فشارونه ستایي او وایي، چې دا ګامونه پایله ورکوونکې دي.
ترمپ د اوربند د ماتېدا د شرایطو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: مقابل لوری «پوهېږي، چې کوم کار باید ونهکړي» او که سرغړونه وشي؛ د امریکا غبرګون به څرګند وي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ اوس هم روان دی او د بحران د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
نړۍ4 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
تازه خبرونه8 hours agoجاپان افغانانو ته د زدهکړې نوي بورسونه اعلان کړل
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان علماوو د مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه وبلله
-
نړۍ1 day agoاسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
-
تازه خبرونه4 days agoپه قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
-
تحول5 days agoتحول: د ایران او امریکا په شخړه کې ډیپلوماټیک بدلون
-
تازه خبرونه4 days agoکه په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی
