تازه خبرونه
د بغلان او غزني د دوه ولسوالیو د امنیه قومندانانو په ګډون ۸ سرتېري وژل شوي
امنیتي سرچینو منلې، چې د جمعې پر شپه د بغلان او غزني د دوه ولسوالیو د امنیه قومندانانو په ګډون د امنیتي ځواکونو لس سرتېري د وسلوال طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، طالبانو تېره نیمه شپه له بېلابېلو خواوو پر جیلګه ولسوالۍ برید پیل کړ. سرچینې وي، چې نښتې د شنبې تر سهاره روانې وې.
په دې نښتو کې د جیلګې ولسوالۍ د پولیسو مشر ګلبدین غفوري او د بغلان د بورکه ولسوالۍ د پولیسو مشر لطف الحق وژل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، د بورکې پولیسو مشر لطف الحق جیلګې ولسوالۍ ته د امنیتي ځواکونو د مرستې لپآره تللی و، چې د وسلوالو د پرمختګ مخه ونیسي.
دغه چارواکي دا هم ویلي، چې که ژر تر ژره د امنیتي ځواکونو مرستې ته تازه دمي ځواکونه ونه لېږل شي؛ دا ولسوالي به طالبان ونیسي.
په دې نښتو کې یو شمېر نور امنیتي ځواکونه هم وژل شوي دي.
د ځایی سرچینو د څرګندونو له مخې، نږدې ۴۵ حکومتي سرتېري ورک دي.
سرچینې دا هم ویلی، چې ګلبدین او لطف الحق نږدې خپلوان ول او دواړه د جلګې ولسوالۍ د پنجشېریانو په کلي کې اوسېدل.
په ورته وخت کې د غزني د ولایتي شورا غړي امان الله کامران ویلي؛ د جمعې پر شپه په ده یک ولسوالۍ کې سخته جګړه وشوه، چې په کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
ولایتي چارواکو تر دې دمه د دې پېښې په اړه څه ندي ویلي.