تازه خبرونه

د بغلان د تېرې شپې په سيلابونو كې ۱۱ تنو ته مرگ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

تېره شپه د دغه ولايت په مركزي بغلان ولسوالۍ او يو شمېر نورو سيمو كې سیلابونه راوتلي دي.

د مركزي بغلان ولسوال گوهرخان بابري وايي؛ د سیلابونو له کبله د اجميركانال ته غر راښويدلی، چې اوبو د كورونو او كرنيزو ځمكو په لور مخه كړې ده.

هغه زیاتوي، په دې سيلاب كې يو تن ژوند له لاسه وركړى او لس تنه نور ټپيان دي.

نوموړى وايي، سيلاب تر ۵۰۰ كورونه زيانمن كړي دي.

یوه میاشت مخکې هم د دغه ولایت د سیلابونو پر لامل له ۳۰۰ ډېرکورونه ړنگ شول او ۲۰ نور په کې مړه او یا ټپیان شوي وه.

خبریال: محمد ذاکر نوری.

Trending

Exit mobile version