تازه خبرونه
د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې ۳۵۰ امنیتي کمرې ولګول شوې
د بغلان د امینې قومندانۍ د کمرو د نظارت مسوول سیف الله ويلي، دغه کمرې د امنيت د تامين او د جنايي جرمونو د مخنيوي لپاره نصب شوي او د دغه ولايت د امنيت په تامينولو کې اساسي رول لوبوي.
د بغلان ولایت د امنیتي کمرو د څارنې او ساتنې مسوول سیف الله ویلي، چې د دې ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د جنايي جرمونو، غلاوو او د مجرمینو د پېژندنې لپاره د کورنیو چارو وزارت پر مالي ملاتړ د نږدې ۲۰ میلیون افغانیو پر لګښت ۳۵۰ امنیتي کمرې نصب شوې دي.
د بغلان د امینې قومندانۍ د کمرو د نظارت مسوول سیف الله ويلي، دغه کمرې د امنيت د تامين او د جنايي جرمونو د مخنيوي لپاره نصب شوي او د دغه ولايت د امنيت په تامينولو کې اساسي رول لوبوي.
د پلخمري ښار اوسېدونکي او سيمهييز چارواکي د امنيتي ځواکونو دغه اقدام د امنيتي پېښو او جنايي جرمونو په مخنيوي کې مهم بولي او غواړي، چې د امنيتي کمرو تر پوښښ لاندې ساحه پراخه شي.
ویل کیږي، چې د دې ولایت په ولسوالیو کې به د امنیتي کمرو د نصبولو لړۍ هم پیل شي.