سیمه ییز خبرونه
د بلخ د روضې په انگړ كې د عاشورا مراسم ترسره شول
په بلخ كې هم د عاشورا د لسمې مراسم د كلكو امنيتي تدبيرونو له مخې ترسره شول. سيمې ته ورغلې لارې د ترافيكو پرمخ تړل شوې وې.
په تېرو څو كلونو كې د ځنځير وهنې په ځاى ويركوونكيو اړوكسانو ته د وينې وركول پيل كړي؛ سني او شيعه عالمانو او دولت دا كار دود كړى او خلك پخپله خوښه اړو خلكو ته د وينې وركولو په موخه روغتيايي مركزونو ته ورځي.
د بلخ مرستيال والي ظاهر وحدت د بلخ والي پيغام ولوست او په دغو مراسمو كې د شيعه او سني هېوادوالو گډون يې د ولايتي ډاډمنو هلو ځلو پايله وبلله.
د نورو كلونو په پرتله په مزارشريف كې سږكال د عاشورا مراسمو لپاره كلك امنيتي تدابيرنيول شوي ول.
ښايي دا د هغه ډول پېښو د مخنيوى په موخه تر سره شوي وي، چې په تېره عاشورا كې د كابل د ابوالفضل زيارت ته نږدې رامنځته شوې وه او گڼو كسانوته يې مرگ و ژوبله واړوله.
د بلخ والي په خپل پيغام كې ويلي، چې:
اووه كاله مخكې د مزارشريف اوسيدونكيواجازه نه درلوده، چې د حضرت علي كرم الله وجهه د مزار ترڅنگ د عاشورا مراسم ترسره كړي او د اوس په شان په دې مراسمو كې شيعه او سني دواړو گډون نه كاوه، خو په وروستيو كلونو كې د بلخ د اوسيدونكيو او ادارې په هڅو دا شرايط برابرشول.
په همدې وخت كې يو شمير ديني عالمانو ټينگار وكړ، چې:
دولت او خلك بايد د اداري فساد، بډو، تبعيض او بې عدالتۍ په وړاندې مبارزه كې حسيني پاڅون خپله تگلاره وگرزوي.
امام حسين(رض) په ۶۱ هـ كال كې له خپلو ۷۲ يارانو سره د يزيد د لښكرو له خوا شهيد كړشواو دا ورځ مسلمانان د آزادۍ، اسلامي امت د اصلاح او د مظلوميت د ياد په توگه نمانځي.