تازه خبرونه

د بلخ ولایت خلم ولسوالي بېرته د سمنګان ولایت د اداري جوړښت برخه شوه  

Published

on

Last Updated on: زمری ۱۹, ۱۴۰۱

د کورنیو چارو وزارت مرستیال د هېواد شمال ته د خپل سفر په لړ کې ویلي، چې د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې د خلم ولسوالي په رسمي بڼه له بلخ ولایته بېله او د سمنګان ولایت د اداري جوړښت برخه شوه.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد محسن هاشمي څرګنده کړې، چې له دې وروسته به د خلم ولسوالۍ مالي او اداري چارې په سمنګان ولایت کې تر سره کیږي.

نوموړي د بلخ او سمنګان ولایتونو ته د سفر په وخت کې ویلي، چې له سمنګان ولایت سره د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ د الحاق په اړه په ریاست الوزرا کې پرېکړه شوې ده.

خلم ولسوالي په روان پسرلي کې یو ځل له بلخ څخه بېله او د سمنګان ولایت برخه شوه؛ خو ظاهراً د هغې د بېلولو عملي کار په بشپړه توګه ندی ترسره شوی.

د بلخ او سمنګان ولایتونو واليانو ويلي، چې پر ځینو نا حل شویو مسایلو به خبرې وکړي.

د بلخ والي قدرت الله ابو حمزه ویلي، چې د خلم ولسوالۍ امنیتي مسوولیت د سمنګان چارواکو ته سپارل شوی دی.

د سمنګان والي عبدالرحمن کندوزي په ولسوالیو کې د پانګونې د کمېدو شونتیا رد کړې او وایي؛ په یو ولایت کې هم د پانګونې ستونزې نشته.   

له دې وړاندې خلم ولسوالۍ د سمنګان ولایت یوه برخه وه، خو د حامد کرزي د حکومت پر مهال دغه ولسوالۍ له سمنګان څخه بېله او د بلخ ولایت د اداري جوړښت برخه شوه؛ خو اسلامي امارت دغه ولسوالي بېرته د سمنګان ولایت برخه کړه.

Trending

Exit mobile version