تازه خبرونه

د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د ګرځندوی صنعت مخ پر وده روان دی

Published

on

د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په تېره یوه میاشت کې ۳۰ زره کورنیو سیلانیانو د بلخ ولایت له شولګرې ولسوالۍ لیدنه کړې ده.

په هېواد کې د امنیت له ټینګښت وروسته د بلخ ولایت دمه ځیو او تاریخي سیمو ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی.

سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې؛ د خواجه سکندر چینه د شولګرې ولسوالۍ له زړه راکښونکیو دمه ځیو څخه ده او ډېر خلک د سیل او چکر لپاره ورځي.

د بلخ ولایت اوسیدونکی محمد حسین خوښ دی، چې په دغه ولايت کې د ګرځندوى صنعت پراخه شوى دى.

د شولګرې ولسوالۍ امنيتي مسوولين هم خلکو ته ډاډ ورکوي، چې له کومې وېرې پرته اړوند دمه ځیو ته ورتلی شي.

د شولګرې ولسوالۍ امنيه قومندان مولوي محمد خان فاتح له خلکو غوښتي، چې د دې ولسوالۍ دمه ځیو او تفريحي ځايونو ته په ډاډه زره تګ راتګ وکړي؛ ځکه دوی د خلکو امنيت خوندي کړی دی.

د يادونې ده، چې په هېواد کې د وروستيو پرمختګونو او د نسبي امنيت له رامنځته کېدو سره په ډېرو برخو کې د ګرځندوى صنعت ښه شوی او مخ پر وده او پراختیا روان دی.

Trending

Exit mobile version