سیمه ییز خبرونه

د بلخ په بخدي كارته كې دوه خويندو ځانونه وژلي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بلخ امنيه كوماندانۍ د امنيت آمرعبدالرزاق قادري وايي:

د دې قضيې علت څرگند شوى نه دى، خو د كشفي ځواكونو له خوا څېړنې پيل شوې دي.

قادري زياتوي:

دغو دوه خويندې، چې نبيلا او فريبا نوميدې؛ عمرونه يې اتلس او ۲۵ كلونو ته رسيدل. دوى د موږكو زهر خوړلي او مړې شوې دي.

د مزارشريف روغتون رييس غوث الدین انوري وايي:

د دوشنبې په ورځ(د ليندۍ ۶) دا خويندې روغتون ته راوړل شوې، خو د ژغورنې لپاره يې د داكترانو هڅې بې پايلې شوې.

انوري زياتوي:

نبېلا او فريبا د موږكو زهر خوړلي او خپل ژوند يې پاى ته رسولى دى.

ترډېره كورنۍ ستونزې د دې لامل گرزي، چې خبره تر دې بريده را ورسيږي؛ خو دا، چې دغو دوه خويندو ولې ځانونه وژلي، هغه پوښتنه ده، چې تر اوسه نه ده ځواب شوې.

Trending

Exit mobile version