لوبی
د بلخ او کندهار کرکت لوبډلو د افغانستان په غوره لیګ کی خپلو سیالانو ته ماتی ورکړه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د هېواد کرکت لومړی پړاو تېره شپه په اماراتو کې په دوه لوبو پیل شو، چي په پیل کې د بلخ کرکت لوبډلې د پکتیا په وړاندې لوبه وکړه او بریالۍ شوه، چې دې لوبډلې ته د ۸۹ مندو پر توپیر ماتې ورکړي او د اته امتیازونو په لرلو د دې لوبو مخکښ شي.
د دې شپې په بله لوبه کي کندهار د ۲۶ منډو په توپير ننګرهار ته ماتې ورکړه او له پېنځه ماتو وروسته یې خپله لومړۍ بریا تجربه کړه.
د افغانستان کرکت غوره لیک سیالۍ د آریانا نړیوالې شبکي لخوا په ژوندۍ او قانوني بڼه خپریږی.