تازه خبرونه
د بندیانو د تبادلې په اړه وروستۍ پرېکړه له ولسمشر سره ده – د امریکا بهرنیو چارو وزیر
د آزادۍ راډیو د څرګندونو له مخې: کله، چې مارکو روبیو منځني ختیځ ته د تګ لپاره له واشنګټن څخه وتلو هغه؛ خبریالانو ته تائید نکړه، چې د دواړو خواوو ترمنځ د بندیانو تبادله به ډېر ژر ترسره شي. هغه یوازې دا وویل، چې د یرغمل نیونکو په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی اډام بوهلر کابل ته تللی دی، چې پر وینا یې شونتیاوې و ارزوي.
د افغانستان پلازمېنې کابل ته د امریکایي پلاوي له سفر وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي: هغه امریکایي وګړي، چې «غیرقانوني بندیان شوي؛ باید خوشې شي.»
د آزادۍ راډیو د څرګندونو له مخې: کله، چې مارکو روبیو منځني ختیځ ته د تګ لپاره له واشنګټن څخه وتلو هغه؛ خبریالانو ته تائید نکړه، چې د دواړو خواوو ترمنځ د بندیانو تبادله به ډېر ژر ترسره شي. هغه یوازې دا وویل، چې د یرغمل نیونکو په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی اډام بوهلر کابل ته تللی دی، چې پر وینا یې شونتیاوې و ارزوي.
یوه خبریال ترې وپوښتل: اسلامي امارت ویلي، چې امریکا د بندیانو له تبادلې سره هوکړه کړې؛ آیا هغه پدې اړه څه پوهیږي؟
روبیو ځواب ورکړی: “ښه! نه پوهیږم – وګورئ؛ زمونږ د غیرقانوني بندیانو ځانګړی استازی له څه وخت راپدېخوا پر خبرو اخته دی. فکر کوم، چې هغه هلته د دې لپاره ولاړ، چې وارزوي؛ څه شوني دي. د هر ډول معاملې یا تبادلې په اړه وروستۍ پرېکړه ولسمشر کوي؛ خو مونږ یقیناً غواړو، چې هر امریکایي یا هر هغه څوک، چې په غیرقانوني ډول نیول شوي دي خوشې شي. هغه هلته؛ ځکه تلی، چې وګوري دا څنګه عملي کېدی شي.”
له دغه امریکایي استازي سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم مل دی؛ خو هغه تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دفتر له امریکایي پلاوي سره له کتنې وروسته ویلي: “اډام بوهلر په افغانستان او امریکا کې د بندیانو د موضوع په اړه ویلي، چې دواړه هېوادونه به بندیان تبادله کړي.”
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په ایکس پاڼه کې لیکلي: “دواړو لوریو ټینګار کړی، چې دوی به په دوه اړخیزو اړیکو کې د بېلابېلو اوسنیو او راتلونکو مسلو په اړه بحث روان وساتي. په ځانګړي توګه د هغو وګړو په اړه، چې په دواړو هېوادونو کې بندیان دي.”
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې: له امریکا سره خبرې پر دوه اړخیزو اړیکو او د خبرو اترو د دوام پر اړتیا؛ په ځانګړي توګه د بندیانو د تبادلې پر موضوع راڅرخېدلي دي.
ویل کیږي، چې په دواړو هېوادونو کې د بندیانو د شمېر، هویت او د هغو د بند د لاملونو په اړه څه یادونه نده شوې.