تازه خبرونه
د بنیاد بیات مرستې د کابل ښار لویدیځې سیمې ته ورسېدې
د بنیاد بیات د ژمنیو مرستو په لړ کې د کابل ښار د لویدیځ لسګونه بېوزله او اړمنې کورنۍ د دغه بنسټ له خوراکي او غیر خوراکي توکو له مرستو برخمن شول.
د بنیاد بیات په مرستو کې اوړه، وریجې، غوړي او ژمنۍ جامې شته.
د بنیاد بیات مسوولینو ويلي، چې د دغو مرستو له برابرولو یې موخه د هغو کورنیو د اړتیاوو پوره کول دي، چې د ژمي په موسم کې له ګڼو اقتصادي ستونزو، بېوزلۍ، بېوسۍ او لوږې سره مخ دي.
د بنیاد بیات مرستیال حاجي محمد اسماعیل په دې اړه څرګنده کړې: د بیات بنیاد د مرستو لړۍ، چې د ژمي په شپو ورځو کې پیل شوې؛ له دې مخکې په غزني، غور او کندوز ولایتونو کې وېشل شوي، چې نن د کابل ښار لویدیځې سیمې اړمنو کسانو او کورنیو ته رارسېدلې ده. د دغو کسانو نوملړ د بنیاد بیات د اړوند ډلې لهخوا مخکې له مخکې چمتو شوې، چې په کې د اوړو، غوړیو، وریجو، جامو په ګډون جرابې او کمبلې وېشل شوي دي او زمونږ دا مرستې د نورو ولایتونو اړمنو او مهاجرینو ته هم رسیږي.
په همدې حال کې هغه اړو کسانو، چې له دغو مرستو ګټه پورته کړې؛ د بنياد بيات له مرستو څخه یې د مننې په ترڅ کې ويلي، چې نورو ډېرو همکاريو ته اړتيا لري.
یوې مرسته اخیستونکې ویلي: زه کونډه یم، دوی راسره مرسته وکړه، خدای دې ورسره مرسته وکړي او له بنیاد بیات څخه ډېره مننه کوم.
یو بل مرسته اخیستونکي څرګنده کړې، زه د بنیاد بیات له مرستو ډېره مننه کوم.
د کابل په لويديځ کې د خيرين همغږي کوونکي هم په داسې حال کې له بنياد بيات څخه د دغو مرستو وېش مهم ګڼي، چې له يوې خوا سړې هوا او له بلې خوا بېوزلۍ او لوږې د اړمنو خلکو پر ژوندانه فشار راوړی دی.
د کابل په لوېدیځ کې د خیریی همغږي کوونکي محمد هادي هاني څرګنده کړې: زه منندوی یم، چې هر کال بنیاد بیات د بېوزلو، کونډو او یتیمانو لاسنیوی کوي.
بنیاد بیات د کار له پیله راپدیخوا هر کال له اړمنو کورنیو سره د ژمنیو مرستو لړۍ پیلوي، د دې بنسټ د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ دا مرستې هرکال د ژمي ترپایه روانې وي.