سیمه ییز خبرونه

د بهرنيو اسعارو په وړاندې افغانيو ارزښت را ټيټ شوى دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

اټكل كيده، چې په كابل كې د مشورتي لويې جرگې لخوا له امريكا سره د امنيتي تړون له تائيد وروسته به افغانۍ خپل ارزښت وساتي؛ خو د تړون په لاسليك كې ځنډ د دې لامل شوى، چې افغانۍ د بهرنيو اسعارو په وړاندې را ولويږي.

د كابل د شهزاده سراى د صرافانو ټولنه له امريكا سره د امنيتي تړون په لاسليك كې د ځنډ له كبله نيوكه كوي او زياتوي، چې له همدې كبله گڼ شمېر افغانانو مالي زيان ليدلى دى.

په داسې حال كې، چې د شنبې په ورځ(د ليندۍ۹) د افغانستان بانك دېرش ميليون دالر بازار ته وړاندې كړل؛ خو بيا هم افغانۍ له لويدلي حالت څخه پورته نه شوه.

د افغانستان بانك مسوولينو تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

په داسې حال كې ده، چې افغانۍ د سيمې په كچه په تېرو يوولس كلنو كې باثباته پيسه وه؛ خو په تېرو شپږ مياشتو كې افغانۍ د بهرنيو اسعارو په وړاندې تر شل سلنې خپل ازرښت بايللى دى.

Trending

Exit mobile version