تازه خبرونه
د بهرنیو مرستو درېدو روغتیايي سکتور له ستونزو سره مخ کړی
د افغانستان روغتیا وزارت په داګه کړې؛ د ۹۰ سلنه بهرنیو مرستو له بندېدو سره د افغانستان روغتیايي سکتور له ستونزو سره مخ کړی.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال د دغه وزارت د پېنځه میاشتنیو کار کړنو په اړه د راپور ورکولو پر مهال څرګنده کړې، چې پر افغانستان د بهرنیو مرستو د ۹۰ سلنې له درېدو سره سم د هېواد روغتیايي سکتور له بېړني حالت سره مخ شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال عبدالباري عمر ټینګار کړی، چې له دې ټولو ستونزو سره سره په هېواد کې د هیڅ یوه روغتیايي مرکز دروازه نده تړل شوې. په داسې حال کې، چې اوميکرون نومي کرونا ويروس اوښتې بڼه په ټوله نړۍ کې خپره شوې ده.
د عامې روغتيا وزارت وايي، له دې ګواښ سره د مبارزې لپاره يې چمتووالی نيولی دی.
همدارنګه نوموړي ویلي، چې پر نشه يي توکو د ۳.۵ ميليون روږدو کسانو شتوالی هم د پخواني حکومت ډالۍ ده.
دغه راز په دولتي روغتونونو کې یوسف نومی ناروغ لرونکی د کمزورو روغتيايي خدمتونو پر وړاندې کولو نيوکه کوي او وایي، چې له تېروخته کوم بدلون نه تر سترګو کیږي او اوس هم همغه ستونزې دي.
یو بل ناروغ لرونکی جعفر نومي ویلي؛ له تېرې ورځې، چې مونږ راغلي یوو؛ ډاکټران له خپلې وسې سره سم زیارګالي؛ خو ناروغ ښه شوی ندی او ورځ تر بلې یې د ساه اخیستنې ستونزه ډېریږي.
د روغتیا نړیوال سازمان له دې مخکې د افغانستان د روغتیايي سیسټم د سقوط خبرداری ورکړی و او ویلي یې ول، چې ډېري روغتیايي مرکزونه د مرستو د درېدو، درملو، تجهیزاتو او کارکوونکیو له کمښت سره مخ دي.