تازه خبرونه
د بهرنیو ځواکونو وتل دې په خبرو کې له پرمختګ سره ونښلول شي- آلمان
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل باید د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې پربنسټ د اپریل په پای کې د “غلامۍ” پرځای د افغانستان په خبرو اترو کې له پرمختګ سره ونښلول شي.
ماس په هغه ناسته کې، چې ډای زیټ او درې نورو جرمني ورځپاڼو لخوا جوړه شوې وه؛ د وینا پر مهال څرګنده کړې: زمونږ وېره دا ده، چې طالبان دغه دلیل د سولې خبرو په پرمختګ کې وکاروي؛ خبرې پرې نږدي او د پږځي حل په لټه کې نشي.
ماس ټینګار کړی، چې زموږ چلند دا دی: مونږ باید دواړه بهیرونه یو له بل سره ګډ کړو؛ د بهرنیو ځواکونو وتل باید د سولې له خبرو اترو سره وتړل شي.
نوموړی وایي: مونږ اړتیا نلرو، چې د اپریل تر وروستې نېټې د ځواکونو وتل له غلامۍ ونښلوو؛ مونږ باید د سولې خبرې بریالیتوب ته ورسوو، چې ورسره هغه وخت د بهرنیو ځواکونو د وتلو وخت راورسیږي.
ماس وړاندیز کړی، چې امریکا، افغان حکومت او طالبان په دې اړه یوه هوکړه وکړي.
آلمان له امریکا وروسته په افغانستان کې د ناټو پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو په روزنه او مرسته کې دوه یم لوی مرسته کوونکی دی.
دا اندېښنه په دوحه کې د سولې خبرو له ځنډیدو رامنځته شوې؛ ځکه، چې په نږدې یوه میاشت کې لږ پرمختګ شوی دی.
د دې اوونۍ په پیل کې د افغانستان جمهوريت پلوي پلاوي ادعا وکړه، چې اوسمهال طالبانو د خبرو میز پریښی او پرځای یې په دې اوونۍ کې له ایراني چارواکو سره بېلابېلې لیدنې لري.