تازه خبرونه

د بهرنیو چارو، مالیې او کورنیو چارو نوماند وزیرانو خپل کاري پلانونه ولسي جرګې ته وړاندې کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۶, ۱۳۹۹)

ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د پلانونو د وړاندې کولو د بهیر په لومړۍ ورځ د بهرنیو چارو نوماند وزیر حنیف اتمر ويلي که د سولې خبرې بې پایلې شي، د سیمې تر لاسه شوې اجماع به هم زیانمنه شي. که د سولې خبرې بریالۍ هم شي، د ترهګرۍ خطر به پای ونه مومي.

د بهرنیو چارو وزارت نوماند وزیر حنیف اتمر ویلي، چې د سولې خبرې یوه اړتیا ده؛ که دا بهیر بې پایلې شي نه یوازې به ملي او سیمه ییزه اجماع ، بلکې هېواد او نظام به هم له زیانونو سره مخ شي او که له طالبانو سره با عزته سوله ومومو، د تروریزم ګواښ به په خپل حال پاتې وي.  

اتمر دغه راز ټینګار کړی، چې هیچاته به د ملي حاکمیت د کمزوري کولو اجازه ورنکړي.

نوموړي د هېواد د اقتصادي پرمختګ په اړه ویلي؛ د افغانستان اقتصادي وده د سیمه ییزو هېوادونو له همکاریو سره تړاو لري او دغه هېوادونه پوهیدلي، چې افغانستان کولی شي د سیمې اقتصادي هڅې سره ونښلوي.

اتمر د نړیوالو مرستو په اړه ویلي، چې بهرنۍ مرستې باید ګټورې او مسوولانه تر سره شي.

 د مالیې وزارت نوماند وزیر عبدالهادي ارغندیوال له اداري فساد سره مبارزه مهمه وبلله او په دې اړه وایي، چې اداري فساد د افغانستان لپاره پر لویه ستونزه اوښتی دی.

ده زیاته کړې، چې په ګمرکونو کې یې له اداري فساد سره د مبارزې په هڅو کې زر کارکوونکي عدلي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په ګمرکونو کې فساد د منکریدو ندی او د سرطان پر دانې اوښتی دی. له همدې کبله مونږ د فساد پر تور ۱۰۰۰ کسان څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.

عبدالهادي ارغندیوال ولسي جرګې ته ډاډ ورکړی که د باور رایه یې خپله کړه؛ نو تر ۲۰۲۵ پورې به د کورنیو عوایدو کچه تر ۴۰۰ میلیارد افغانیو لوړه کړي او په همدې کال کې به د افغانستان اقتصادي خپلواکي هم اعلام کړي.

هغه دا هم ویلي ، چې د پروګرامونو د اصلاحاتو لپاره یې له نړیوالې ټولنې ۷۰۰ میلیارد دالر هم تر لاسه کړي دي.

نوموړي څرګنده کړې؛ د اوبو بندونو جوړول، د کرنې پر سکتور پانګونه او له کانونو ګټخه اخیستنه یې د پروګرامونو بله برخه ده.

دغه راز کورنیو چارو وزارتته نوماند وزیر مسعود اندرابي د ولسي جرګې غړیو ته ویلي، چې طالبانو خپل تکتیک ته بدلون ورکړی او په ټول هېواد کې یې تاوتریخوالی ډېر کړی دی.  

نوموړي ویلي؛ که سوله پایلې ته ورسیده؛ مونږ تاوتریخوالی کموو، چې پولیس خپلې قانوني دندې ته وروګرزي.  

نوموړي زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونو په هلمند او کندهار کې د طالبانو تاوتریخوالي ته غاښ ماتوونکی ځواب ویلی دی.

د ولسي جرګې یو شمېر غړیو بیا د نوماند وزیرانو پر پلانونو او کاري کړنو نیوکې وکړې.

په ولسي جرګه کې د کابل استازي رمضان بشردوست ویلي؛ هغه کسان رایې غواړي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې ټول ژوند پېژنو، چې د حکومت پر دسترخوان راټول شوي او په عمل کې ناکامې، فاسدې او بدنامې څېرې دي.

ولسي جرګې پرېکړه وکړه، چې د پنجشنبې پر ورځ به ټولو لس نوماند وزیرانو ته د هغوی د پلانونو له اوریدو وروسته د باور رایو د تر لاسه کولو صندقونه ږدي او برخلیک به یې روښانه کیږي.

Trending

Exit mobile version