تازه خبرونه
د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي پر مشرۍ یو پلاوی ناروې ته سفر کوي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ ټاکل شوې، چې د بهرنیو چارو د چارسمبالي وزیر مولوي امیرخان متقي پر مشرۍ یو پلاوی سبا (شنبه د سلواغې ۲) ناروې ته ولاړ شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټ کې دا سفر تائید کړی؛ خو نور جزئیات یې ندي ورکړي.
رویټرز د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې ویلي، چې ټاکل شوې د ناروې پلازمېنه اوسلو د دوه ورځو په دننه کې د افغانستان په اړه د اسلامي امارت د استازیو په ګډون د یوې غونډې کوربتوب وکړي.
د ناروې حکومتي سرچینو ویلي، چې په دې غونډه کې به د اسلامي امارت پر پلاوي سربېره د افغانستان د مدني ټولنې په ګډون د بېلابېلو برخو استازي هم ګډون وکړي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت استازي به د ناروې له چارواکو او د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د دغه هېواد د متحدینو له استازیو سره هم وویني.
سرچینې زیاته کړې؛ د اسلامي امارت استازي به د ښځو د حقونو له فعالانو، خبریالانو او هغو اشخاصو سره هم وویني، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره بېلابېلې دندې ترسره کوي.
دغه راز ویل شوي، چې دا غونډې طالبانو ته د مشروعیت یا رسمیت پېژندنې معنا نلري، بلکې هېواد یې له اسلامي امارت سره د بشري حقونو د وضعیت او په ټولنه کې د ښځو د ونډې د ښه کولو او د افغانانو د ملاتړ لپاره د بشردوستانه هڅو د پیاوړتیا په لټه کې دی.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکین هویټفیلډ ویلي: مونږ اجازه نه ورکوو، چې سیاسي وضعیت د یو ستونزمن بشري ناورین لامل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ناروې یوه پلاوي څه وخت مخکې کابل ته سفر کړی و او د اسلامي امارات له چارواکو سره یې د بشري حقونو د وضعیت او بشري ناورین په اړه خبرې کړې وې.