تازه خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې د م.م د خواړو او کرنې ادارې له استازې سره وکتل

Published

on

د ملګرو ملتونو د خواړو او کرنې ادارې له استازې بيت بيکدول او ور سره پلاوي يې د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي، سره وليدل.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د ملګرو ملتونو د خواړو او کرنې ادارې له مرستیالې سره د کتنې پر مهال په افغانستان کې د کرنې، اوبولګولو او د خواړو خوندیتوب په برخه کې د دې ادارې د همکارۍ او ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

په دې کتنه کې ستانکزي د اقلیم د بدلون او چاپېریال په برخه کې د پروژو پر بیا پیلولو او د نشه‌یي توکو پر وړاندې د معیشیت بدیل ته پر پاملرنې ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ دې ادارې پرېکړه کړې، چې له افغانستان سره په تخنیکي برخه کې د اصلاح شویو تخمونو د وېش، د څارویو د روغتیا، اوبولګولو، د اقلیم د بدلون، د کرنې د میکانیزم په اړه خپلې مرستې پراخه کړي.

د ملګرو ملتونو د خواړو او کرنې ادارې مرستیالې بيت بيکدول ويلي، چې دا په تېرو شل کلونو کې د دغې ادارې تر ټولو لوړپوړی پلاوی دی، چې افغانستان ته راغلی. دا پلاوی هوډ لري، چې د تخنيکي مرستې، اصلاح شويو تخمونو وېش، حيواني روغتيا، اوبو لګولو، اقليمي بدلون، د کرنې ميکانيزه کولو او نورو برخو کې به خپلې مرستې روانې وساتي.

دغه راز د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له افغانستان څخه بهر د اسلامي امارت له سفیرانو، شارژدافیرانو، قونسلګریو او دیپلوماتانو سره په یوه مجازي ناسته کې ویلي، چې له ګاونډ هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري ایستل یو ناورین دی او د هېواد استازیو ته یې سپارښتنه کړی، چې د افغان مهاجرینو لپاره د ډېرو نورو او اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر له مخې په هېیواد کې د مهاجرینو د راستنېدو لپاره یو کمیسیون رامنځته شوی، چې مشري یې د ریاست الوزراء د اداري مرستیال پر غاړه ده.

Trending

Exit mobile version