تازه خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال د چین له ځانګړي استازي سره وکتل

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې محمد نعیم ويلي؛ چین او افغانستان نه یوازې دوه تاريخي ګاونډ هېوادونه دي، بلکې ډېرمشترکات او د متقابلو اړيکو پر بنسټ  تعامل هم ژمن دی.

Published

on

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال محمدنعیم د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیاو یونګ سره د لیدنې پر مهال د دوه اړخیزو اړيکو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي کړکېچ بحث او خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې محمد نعیم ويلي؛ چین او افغانستان نه یوازې دوه تاريخي ګاونډ هېوادونه دي، بلکې ډېرمشترکات او د متقابلو اړيکو پر بنسټ  تعامل هم ژمن دی.

نوموړي زیاته کړې؛ دواړه هېوادونه هيچاته اجازه نه‌ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضرر وکاروي.

هغه په دې لیدنه کې ویلي؛ پاکستان له تېرو څلور کلونو راپدېخوا د اسلامي امارت حوصله ازمايي؛ ان تر دې، چې افغانستان ځوابي غبرګون ته اړايستل شو.

محمد نعیم د اسلامي امارت د ثابت دریځ په اړه ویلي؛ د هر راز ستونزو حل او اواری په خبرو او همغږۍ کې دی.

د خبرپانې له مخې؛ د چین ځانګړي استازي یوشیاو یونګ له اسلامي امارت سره د اړیکو او همکاریو پراخولو ډاډ ورکړی او څرګندوي: چین نه یوازې له افغانستان سره د اوږدمهاله او پر متقابل احترام ولاړو اړیکو د پیاوړتیا هیله لري، بلکې د دې هېواد د ملي حاکمیت او ارزښتونو د درناوي تر څنګ هڅه کوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره رغنده رول هم ولوبوي. هغه په دې اړه د قطر او ترکیې له منځګړیتوب هم هرکلی کړی دی.

Trending

Exit mobile version