تازه خبرونه
د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال د چین له ځانګړي استازي سره وکتل
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې محمد نعیم ويلي؛ چین او افغانستان نه یوازې دوه تاريخي ګاونډ هېوادونه دي، بلکې ډېرمشترکات او د متقابلو اړيکو پر بنسټ تعامل هم ژمن دی.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال محمدنعیم د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیاو یونګ سره د لیدنې پر مهال د دوه اړخیزو اړيکو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي کړکېچ بحث او خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې محمد نعیم ويلي؛ چین او افغانستان نه یوازې دوه تاريخي ګاونډ هېوادونه دي، بلکې ډېرمشترکات او د متقابلو اړيکو پر بنسټ تعامل هم ژمن دی.
نوموړي زیاته کړې؛ دواړه هېوادونه هيچاته اجازه نهورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضرر وکاروي.
هغه په دې لیدنه کې ویلي؛ پاکستان له تېرو څلور کلونو راپدېخوا د اسلامي امارت حوصله ازمايي؛ ان تر دې، چې افغانستان ځوابي غبرګون ته اړايستل شو.
محمد نعیم د اسلامي امارت د ثابت دریځ په اړه ویلي؛ د هر راز ستونزو حل او اواری په خبرو او همغږۍ کې دی.
د خبرپانې له مخې؛ د چین ځانګړي استازي یوشیاو یونګ له اسلامي امارت سره د اړیکو او همکاریو پراخولو ډاډ ورکړی او څرګندوي: چین نه یوازې له افغانستان سره د اوږدمهاله او پر متقابل احترام ولاړو اړیکو د پیاوړتیا هیله لري، بلکې د دې هېواد د ملي حاکمیت او ارزښتونو د درناوي تر څنګ هڅه کوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره رغنده رول هم ولوبوي. هغه په دې اړه د قطر او ترکیې له منځګړیتوب هم هرکلی کړی دی.
تازه خبرونه
د تورخم دروازه هېواد ته د جبري راستنېدونکو کډوالو پرمخ پرانستل شوه
د راپورونو له مخې، د دې لارې د بیا پرانستلو سره، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه بیا پیل شوې او ډیری کورنۍ د دې لارې له لارې هیواد ته ننوتلي دي.
تورخم دروازه له نږدې یوې میاشتې بندېدا وروسته نن ماسپښین ۲ بجې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره پرانیستل شوه.
د راپورونو له مخې، د دې لارې د بیا پرانستلو سره، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه بیا پیل شوې او ډیری کورنۍ د دې لارې له لارې هیواد ته ننوتلي دي.
تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه سوداګریزه لار ده، چې په وروستیو نږدې څو اوونیو کې د پاکستانیو پوځیانو د تاوتریخوالي له کبله تړلې وه.
د دې دروازې بندېدا د کډوالو لپاره د پام وړ ننګونې رامنځته کړي او د تګ راتګ مخه یې نیولې وه.
تازه خبرونه
په کندهار کې سېلابونو ۱۷۷ کورنیو ته مالي اوځاني زیانونه اړولي
دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: ۹۰ هغه کورنۍ، چې په خېمو کې ژوند کوي؛ د سېلابونو له کبله زیانمنې شوې دي.
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست د څرګندونو له مخې؛ د تېرې ورځې د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله د یاد ولایت په مرکز کې شاوخوا ۸۵ کورونه بشپړ او نسبي ویجاړ شوي دي.
دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: ۹۰ هغه کورنۍ، چې په خېمو کې ژوند کوي؛ د سېلابونو له کبله زیانمنې شوې دي.
یادې ادارې زیاته کړې؛ سربېره پر دې په دامان ولسوالۍ کې د سېلابي اوبو له کبله ۲ کسان د یوې ۵ کلنې ماشومې په ګډون پر شهادت رسېدلي دي.
ویل کیږي، چې اړوند زیانمنو سیمو ته د موسيساتو ګډې ډلې استول شوي، چې له زیانمنو کورنیو سروي ترسره او عاجلي بشري مرستي ورسره وکړي.
تازه خبرونه
افغانستان د تاشکند د وزیرانو په غونډه کې د اوبو پر ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ
په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د “اوبو اوونۍ” تر سرلیک لاندې د وزیرانو غونډې ته د اوبو د سرچینو پر مدیریت د سیمهییزې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.
هغه دا هم ویلي؛ د اقلیمي بدلون له پایلو سره د مبارزې او د آمو سیند د غاړو د ویجاړېدا مخنیوي لپاره ګډه همکاري هغه مهمې مسلې دي، چې د سیمې د هېوادونو لهخوا ګډې پاملرنې او عمل ته اړتیا لري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د خپلو اوبو د سرچینو په مدیریت کې د ګاونډ هېوادونو حقونو ته ژمن دی.
د دې غونډې په څنډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال د ازبکستان د اوبو وزیر شوکت خامرایوف سره هم ولیدل او دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د مدیریت په برخه کې د همکارۍ د پراخولو په اړه بحث وکړ.
په دې سیمهییزه غونډه کې د افغانستان ګډون د اوبو په اړه په نړیوالو او سیمهییزو بحثونو کې د هېواد د فعال شتون د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کیږي. دا یوه داسې هڅه ده، چې کولی شي د افغانستان او سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د نوي فصل لپاره لار اواره کړي.
-
تازه خبرونه5 days agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoواشنګټن تهران ته د سولې ۱۵ مادهییز پلان وړاندې کړ
-
تازه خبرونه4 days agoاروپايي ټولنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoد اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله
-
نړۍ3 days agoټرمپ ایران ته د سختو بریدونو ګواښ وکړ – د سپینې مانۍ ویانده
-
تازه خبرونه4 days agoپه کونړ کې د پاکستان د توغندیزو بریدونو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
لوبی3 days agoد آسیا جام په روزنیزو سیالیو کې د افغانستان او میانمار برخلیک ټاکونکې لوبه
-
تازه خبرونه4 days agoڅار: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند پای
