Connect with us

تازه خبرونه

ټاپي پروژه د سیمه‌ییزې همغږۍ او اقتصادي سولې څلی پېژندل کیږي – ترکمنستان

د ترکمنستان د دولت وزیر او د ترکمن‌ګاز دولتي ادارې رییس مقصت بابایوف په” ۲۰۲۵ – ترکمنستان تېل او ګاز ” تر سرلیک لاندې نړیوال کنفرانس کې ویلي، چې د ټاپي پروژې د صادراتي لارو پراخېدا په سیمه کې د اقتصادي سولې او همغږۍ پراخولو لپاره د هېواد یو اړین سټراټیژیک پروګرام دی.

خپور شوی

د

ترکمنستان یو ځل بیا د ګازو د صادراتي لارو د پراختیا او پراخېدا پر ژمنې ټینګار کړی؛ د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان، هند (ټاپي) د ګاز‌نل‌لیکې پروژه یې د سیمه‌ییزې همغږۍ او اقتصادي سولې د څلي په توګه معرفي کړې ده.

د ترکمنستان د دولت وزیر او د ترکمن‌ګاز دولتي ادارې رییس مقصت بابایوف په” ۲۰۲۵ – ترکمنستان تېل او ګاز ” تر سرلیک لاندې نړیوال کنفرانس کې ویلي، چې د ټاپي پروژې د صادراتي لارو پراخېدا په سیمه کې د اقتصادي سولې او همغږۍ پراخولو لپاره د هېواد یو اړین سټراټیژیک پروګرام دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ټاپي پروژه به په کال کې تر ۳۳ میلیارډ‌ مکعب مټره پورې طبیعي ګاز له ګالکینیش ساحې څخه د سویلي او سویل ختیځې آسیا مخ پر ودې بازارونو ته ولېږدوي.

بابایوف زیاته کړې: “ټاپي نه یوازې د انرژۍ لار ده، بلکې د سولې او همغږۍ دهلیز هم دی، چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ به د اقتصادي ودې او ښه ګاونډیتوب بنسټ کېدي.”

هغه ویلي، چې ترکمنستان د خپلې ځمکې اړوند برخه بشپړه کړې او د افغانستان په خاوره کې د سرحد‌آباد-هرات برخې پر جوړولو کار پیل شوی دی.

ترکمنستان ټینګار کړې؛ د ګالکینیش ساحې د پراختیا څلورم پړاو به د راتلونکي کال په لومړیو میاشتو کې پیل شي، چې د صادراتو لپاره ډېر ګاز چمتو شي.

د اقتصادي چارو شنونکي پدې اند دي، چې د ټاپي پروژې پوره پلي‌کېدا نه یوازې د څلورو غړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې کولی شي، بلکې د انرژۍ رسولو او د سیمې په پرمختګ کې هم اړین رول لوبولی شي.

تازه خبرونه

د بشري حقونو څار بنسټ نوی راپور؛ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو زیاتېدا

په دې بنسټ کې د افغانستان د چارو شنونکې فرشتې عباسي ویلي: « پاکستانيو چارواکو د افغان کډوالو د ملاتړ پر ځای د وېرې فضا رامنځته کړې او دا وضعیت د دې لامل شوی، چې ډېری یې خوړو او روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي تېر شي.»

Published

on

د بشري حقونو څار بنسټ په خپل تازه راپور کې څرګنده کړې، چې پاکستانیو چارواکو له افغانستان سره د نښتو له زیاتېدا وروسته د افغان کډوالو خپل‌سرې نیونې، چاپې او جبري ایستل ډېر کړي دي.

د یاد راپور له مخې؛ زرګونه افغان کډوال په ځانګړي توګه ښځې او ماشومان روغتیايي خدمتونو، زده‌کړې او نورو بنسټیزو اړتیاوو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.

په دې بنسټ کې د افغانستان د چارو شنونکې فرشتې عباسي ویلي: « پاکستانيو چارواکو د افغان کډوالو د ملاتړ پر ځای د وېرې فضا رامنځته کړې او دا وضعیت د دې لامل شوی، چې ډېری یې خوړو او روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي تېر شي.»

راپور زیاته کړې، چې د پاکستان پولیسو په بېلابېلو ښارونو کې کور پر کور عملیات، شپنۍ تلاشي او له حکم پرته نیونې ترسره او افغان کډوال پر نښه کړي دي. ان داسې کسان هم نیول شوي، چې د باور وړ ویزې یې لرلې.

دې بنسټ زیاته کړې؛ یوازې په ۲۰۲۶ ز.کال کې له پاکستان څخه له ۱۴۶ زره ډېر افغان کډوال ایستل شوي او دا بهیر د اپرېل له پیل راپدېخوا نور هم چټک شوی دی.

په راپور کې له کډوالو څخه د رشوت اخیستو پېښوته هم نغوته شوې او ویل کیږي: هغه کسان، چې د پیسو ورکولو وس نه‌لري نیول کېږي او جبري ایستل کېږي.

د بشري حقونو د څار دې بنسټ خبرداری ورکړی، چې ډېری بېرته ستنېدونکي؛ په ځانګړي توګه خبریالان، د بشري حقونو هڅاند او د پخواني حکومت اړوند کسان له څارنې، ځورونې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

دې بنسټ ټینګار کړی؛ د کډوالو جبري ایستل ان له نړیوالو ژمنو څخه د پاکستان سرغړونه ګڼل کېدی شي او له دې هېواده یې غوښتي، چې ژر تر ژره دا لړۍ ودروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

سویډن له افغان چارواکو او اروپايي ټولنې سره د افغان کډوالو د ایستلو په اړه همغږي تائید کړه

د راپورونو له مخې: تمه ده، چې د اوړي له رارسېدو مخکې به د اسلامي امارت یو پلاوی بروکسل ته سفر ولري. دوی به د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له چارواکو سره د افغان کډوالو د ایستلو پر حساسه موضوع، چې د سوېډن او اروپايي ټولنې پر بلنه ترسره کېږي؛ خبرې وکړي.

Published

on

سویډن منلې، چې له اروپايي ټولنې او افغان چارواکو سره یې د افغان‌کډوالو د بېرته ستنولو د بهیر په آسانه کولو کې مرکزي رول ترسره کړی دی.

د راپورونو له مخې: تمه ده، چې د اوړي له رارسېدو مخکې به د اسلامي امارت یو پلاوی بروکسل ته سفر ولري. دوی به د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له چارواکو سره د افغان کډوالو د ایستلو پر حساسه موضوع، چې د سوېډن او اروپايي ټولنې پر بلنه ترسره کېږي؛ خبرې وکړي.

د سویډن د کډوالۍ وزیر، جوهان فورسل ویلي، چې هېواد به یې له اروپايي کمیسیون سره پر ګډه د کابل یو تخنیکي پلاوی بروکسل ته د تخنیکي خبرو د دوام لپاره وروبلي.

اروپايي چارواکو ویلي، چې په دې ناسته کې به د اروپايي کمیسیون، د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو خدماتو (EEAS) استازي او د ځینو غړو هېوادونو لکه بلجیم او سویډن استازي ګډون وکړي.

دا هڅې په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې اسلامي امارت اوس هم پر نړیواله کچه رسمیت نه‌لري او د ښځو او نجونو د زده‌کړې او بشري حقونو په اړه له پراخو محدودیتونو سره مخ دی.

دا خبرې اترې د روان کال په جنورۍ کې کابل ته د اروپايي ټولنې او بلجیم د ګډ پلاوي له سفر وروسته پلان شوې دي، چې هدف یې د تخنیکي مشورو دوام ګڼل کیږي.

اروپايي ټولنې له دې مخکې هم د خپلو ډیپلوماټیکو خدماتو په همغږۍ کې له افغان چارواکو سره غیررسمي اړیکې تائید کړې وې، چې تمرکز یې د کډوالو د بېرته ستنولو د بهیر آسانه کول دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په اسلامي امارت کې د نظر اختلاف شته، خو د ړنګېدا هیله یې باید ونه‌شي – حامد کرزی

هغه ټینګار کړی: خلک سوله، ثبات او داسې حکومت غواړي، چې د ولس پر اراده ولاړ وي؛ خو په عین وخت کې له اقتصادي بېوزلۍ کړېږي او نه غواړي هېواد یو ځل بیا ګډوډۍ ته ولاړ شي.

Published

on

د جمهوري نظام پخواني ولسمشر حامد‌ کرزي له شپېګل مجلې سره  ه یوه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان خلک له څلورو لسیزو جګړو وروسته نور د نوې شخړې او د اسلامي امارت پر وړاندې د وسلوال مقاومت لېوالتیا نه‌لري.

هغه ټینګار کړی: خلک سوله، ثبات او داسې حکومت غواړي، چې د ولس پر اراده ولاړ وي؛ خو په عین وخت کې له اقتصادي بېوزلۍ کړېږي او نه غواړي هېواد یو ځل بیا ګډوډۍ ته ولاړ شي.

حامد کرزي د اسلامي امارت دننه وضعیت ته په نغوته(اشاره ) کې ویلي، چې د نظر اختلاف شته؛ خو باید د ړنګېدا هیله یې ونه‌شي.

هغه زیاته کړې؛ افغانستان د پرمختګ لپاره اقتصادي ودې، سیاسي مشارکت او د ټولو لوریو همکارۍ ته اړتیا لري.

پخواني ولسمشر یو ځل بیا د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه «زیانمن» وبلل او څرګندوي، چې دا محدودیتونه د هېواد راتلونکی کمزوری کوي.

هغه د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې پاکستان تورن کړ، چې له تېرو څلور لسیزو د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي؛ خو اوس د خپلو سیاستونو له پایلو سره مخ شوی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!