تازه خبرونه

د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۸, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د شنبې پر ورځ (د کب اووه ویشتمه) په کابل کې د ايران له سفير حسن کاظمي قمي پر مشرۍ پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې متقي پر وروستيو اقتصادي او سياسي لاسته راوړنو او پرمختګونو خبرې وکړې او د هغو افغانانو د سپارلو له بهير څخه يې مننه وکړه، چې په دغه هېواد کې بنديان دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل په یولړ تویتونو کې څرګنده کړې، چې تهران نورو ډېرو همکاریو ته ژمن دی.

په کابل کې د ایران سفیر ویلي؛ هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان محصولات په مناسبه بیه وپېري او د کرنې په پراختیا کې به له دغه هېواد سره مرسته وکړي.

Trending

Exit mobile version