سوداگري
د بهرنۍ پانګونې د جذب پالیسي تائید شوه
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ دفتر څرګنده کړې، چې د دې کمیسیون نوبتي غونډه پرون د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه.
د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون د هر اړخیزې ارزونې او څېړنې وروسته د بهرنۍ پانګونې د جذب پالیسي تائید کړې ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ دفتر څرګنده کړې، چې د دې کمیسیون نوبتي غونډه پرون د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د بهرنۍ پانګونې هغه پالیسي وارزول شوه، چې د اقتصادي مرستیالۍ پر مشرۍ یوې کمیټې چمتو کړې وه او د اقتصادي کمیسیون د اندونو او وړاندیزونو په پام کې نیولو سره تائید شوه.
د خپرو شویو څرګندونو له مخې؛ د بهرنۍ پانګونې د بهیر تنظیمول، پانګوالو ته د ډېرو آسانتیاوو او فرصتونو برابرول، د اقتصادي فعالیتونو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول، د پانګونې د امنیت ډاډمنول او د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره د زمینې برابرول د دې پالیسۍ مهمې موخې دي.
همداراز، په دې غونډه کې د هېواد په ګمرکونو کې د سوداګریزو وارداتي شرکتونو لهخوا د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه هم تائید شوه.
د مسوولانو د څرګندونو له مخې، د دې طرحې پلي کول به وارداتي شرکتونو ته ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت دفتر زیاته کړې، چې د دې غونډې پرېکړې د وروستۍ پرېکړې لپاره د اسلامي امارت د مشر دفتر ته لېږل شوې دي.