سیمه ییز خبرونه
د بيات بنياد د ژمنيو مرستو لړۍ د پنجشېرولايت رخې ولسوالۍ ته ورسيده
د پنجشېر ولايت رخې ولسوالۍ اړو كورنيو ته د بيات بنياد ژمنۍ مرستې، چې غذايي مواد او جامې په كې دي؛ د دې بنياد د مرستيال او د ټاكنو د خپلواك كميسيون د رييس له خوا ووېشل شوې.
د بيات بنياد په دې مرستو كې خوراكي توكي، كمپلې، گرمې جامې او بوټان شامل دي.
د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل پر اړو خلكو د مرستو د وېش پرمهال څرگنده كړه، چې له دې مرستو مو موخه د ټولنې له زيان منونكيو، ښځو او ماشومانو سره مرسته ده .
هغه په ټول هېواد كې له اړو خلكو سره په وخت مرسته د بيات بنياد كاري لومړيتوب وباله .
د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس فضل احمد معنوي، چې د دغو مرستو د وېش پرمهال د خپلې سيمې له خلكو سره حاضر و وايي:
تر ټولو غوره كسان هغه دي، چې نورو ته يې گټه ورسيږي.
مرسته شوي كسان له دوى سره په وخت مرسته ستايي او له ملي سوداگرو او دولتي چارواكو غواړي ، چې د ژمي په موسم كې له دوى سره مرسته وكړي.
بيات بنياد په داسې حال كې ولايتونو ته خپلې ژمنۍ مرستې استوي، چې خلك د ژمي په پيل كې له ډېرو ستونزوسره مخ دي.
په پام كې ده دا مرستې د ژمي تر وروستيو ورځو ټولو هغو ولايتونو ته ورسول شي، چې په ژمي كې د طبيعي پېښو له كبله زيانمنونكي دي.