سیمه ییز خبرونه

د بيات بنياد مشرانو او چارواكو د اندراگاندي روغتون له لوكيميا څانگې ليدنه وكړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ميرمن فاطمه ليا بيات، د عامې روغتيا وزيرې او سناتور انجنير احسان الله بيات د گلونو له گيډيو سره په  لوكيميا ناروغۍ د اخته ماشومانو ليدنه وكړه او له  دوى سره  يې د درملو او نغدو پيسو مرسته وكړه .

په دې مرسته كې درمل، نغدې پيسې او نور توكي شامل ول، چې د عامې روغتيا د وزيرې او بيات بنياد د مسوولينو په حضور كې د ناروغو ماشومانو كورنيو ته وركړ شوې .

د بيات بنياد مشرې فاطمه ليا بيات وايي:

په دې روغتون كې ماشومان د وينې د سرطان له كبله  نه يوازې خپله، بلكې كورنۍ يې هم ځوريږي.

د ناروغو ماشومانو كورنۍ، چې  پخپلو ماشومانو خواشينې دي د ماشومانو د روغتيا په روغتون كې د لوكيميا له ناروغانو سره د بيات بنياد دوامداره مرستې وستايلې.

د سرطاني ناروغانو متخصص ترنر نصيراحمد همت هيله من دى، چې د مرستندويه بنسټونو ډېرې مرستې ترلاسه كړي.

نوموړي د بيات بنياد له مرستو مننه وكړه .

د اندراگاندي روغتون په افغانستان كې يو له هغو روغتونو څخه دى، چې په هېواد كې د ننه د ماشومانو درملنه كوي.

بيات بنياد د دغه روغتون د چارواكو په غوښتنه په دوامداره توگه د سرطاني ناروغو ماشومانو ليدنه كوي او دوى ته خپلې مرستې رسوي.

همدا راز په پام كې ده، چې په نږدې راتلونكې كې د دغه روغتون لپاره د جدي څارنې برخه هم جوړه كړي.

Trending

Exit mobile version