بی بی سی پښتو

د بښنې نړیوال سازمان: ‘د سولې بهیر کې دې د ښځو حقونه له پامه نه غورځول کېږي’

Published

on

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د سولې په بهیر کې دې د ښځو حقونه له پامه نه غورځول کېږي. دغه سازمان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو کې د ښځو حقونو له پامه غورځول به تېرو دوو لسیزو کې په دې برخه کې په سخته شوي پرمختګ او لاسته راوړنو سره خیانت وي.

د بښنې نړیوال سازمان د نومبر له ۲۵ د ډیسمبر تر ۱۰ د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو ۱۶ ورځنی کلنی کمپاین پیل کړی چې له مخې یې په نړیواله کچه د ښځو د حقونو د مدافعینو د فعالیتونه ستایل کېږي.

په دې کمپاین کې پر حکومتونو غږ شوی چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي، څېړنه، مخنیوي او له عاملینو سره یې قانوني چلند وکړي.

دې سازمان ویلي، په داسې حال کې چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مذاکراتو کې د ښځو حقونه له لوی ګواښ سره مخ دي، د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو د حقونو له مدافعینو سره له نژدې کار کوي چې د دوی پياوړي داستانونه رابرسېره کړي.

د دې نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي: “په دوو لسیزو کې د سختې مبارزې په بنسټ ترلاسه شوي د افغان مېرمنو لومړني حقونه، اوس د له منځه تلو له ريښتیني احتمال سره مخ دي.”

د افغانستان لپاره د بښنې نړیوال سازمان کمپاینره سمیرا حمیدي وايي: “د ښځو د حقونو په اړه پرمختګونه باید د سولې په روان بهیر کې شاته ونه غورځول شي. د نوموړې په وینا، د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو بشري حقونه باید د هرې وروستۍ موافقې په زړه کې ځای ولري.”

د دې سازمان په اعلامیه کې راغلي چې لاهم د ښځو پر وړاندې لوی خنډونه او ننګونې پاتې دي. د دوی پر وړاندې تاوتریخوالی روان دی، په دولتي کچه د ښځو ګډون محدود دی او د یونیسف په وینا لاهم ۲،۲ میلیونه افغان نجونې ښوونځیو ته نه ځي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د سږ کال په ۱۶ ورځني کمپاین پرمهال په کابل او نورو ولایتونو کې به سیاست پوه او فعالو افغان مېرمنو او هغو ته چې د ښځو د حقونو مخکښانې وي، دا موکه برابره کړي چې د یوه سوله ییز افغانستان لپاره ګډو لیدلوری شریک کړي چې مېرمنې وکوای شي د خپلواکي، زده کړو او کار په ګډون له خپلو حقونو برخمنې شي.

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې نړیوالې ټولنې همدا تېره ورځ جنیوا کانفرانس کې جنسیتي مساوات افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره عمده شرط کېښود.

د جنیوا کانفرانس ګډونوالو د افغانستان د سولې د روان بهیر ملاتړ او دغه راز په چټک اوربند او د ملکي کسانو لپاره د نړیوالو قوانینو په مراعتېدو ټینګار وکړ.

د نړیوالې ټولنې لخوا جنیوا کانفرانس کې له افغانستان سره د راتلونکو ۵ کلونو لپاره څه باندې ۱۳ میلیارده ډالره مرستې اعلان شوې.

غني: سولې او ټیکاو ډېرېدو ته ښځې لېواله دي

Getty Images
محمد اشرف غني وايي، هڅه یې دا ده چې د سولې او ثبات په ډېرېدو کې ښځې پوره ونډه ولري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي په نړیواله ورځ ویلي، ښځې په هېواد کې د جګړې اصلي قربانیانې، خو سولې او ټیکاو ته ډېرې لېواله دي. دی وايي، هڅه یې دا ده چې د ښځو د پرمختګ په وړاندې پرتې ستونزې لیرې او د قانون جوړولو برخه کې ځینې قوانین او مقررات طرح، تصویب او نافذ کړي چې په تطبیقولو به یې د ښځو وضعیت ښه شي.

ښاغلي غني دا څرګندونې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ (چې نن چارشنبه، نومبر ۲۵مه ده) په یوه خبرپاڼه کې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، ښځې د ټولنې یو ځوځنده او فعاله برخه ده، چې د ژوند په ټولو برخو کې یې حضور او رول اړین دی.

ولسمشر ویلي، له ښځو سره تاوتریخوالی یوه ناوړه ټولنیزه پدیده ده، چې ټوله بشري ټولنه ګواښي. دی وايي، د ښځو د پرمختګ پر وړاندې به د ټولو خنډونو لیرې کولو فرصتونه برابر کړي.

محمد اشرف غني وايي، هڅه یې دا ده چې د سولې او ثبات په ډېرېدو کې ښځې پوره ونډه ولري.

د افغانستان بشري حقوق خپلواک کمیسیون وايي، په افغانستان کې د کرنتین پر مهال د ښځو په وړاندې د فزیکي تاوتریخوالي پېښې د پخوا پرتله پام وړ ډېري شوې، چې په وینا یې شمېرې به یې په خپل راتلونکي کنفرانس کې شریکې کړې.

د دغه کمیسیون په وینا دا چې د کرنتین پرمهال هغه ادارې رخصت یا له کورونو کار کاوه، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ثبتوي. نو د پېښو نه ثبتېدل له ښځو سره د فزیکي تاوتریخوالي د ډېرېدو لامل شوی دی.

Trending

Exit mobile version