سیمه ییز خبرونه

د بګرام زندان افغان حکومت ته سپارل کېږی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د عدليې وزير وايې، د روانۍ اوونۍ تر پايه به بګرام زندان په بشپړ ډول افغان حكومت ته وسپارل شي.  د مخكينۍ هوكړې له مخې، ټاكل شوې وه، چې بګرام زندان د شنبې په ورځ ( د کب ۱۹ ) افغان حكومت ته سپارل شوى واى، خو د دې چارې د ځنډ عامل د عدليې وزير حبيب الله غالب تخنيكي ستونزې بولي.

د بګرام زندان د مسئوليتونو سپارل هغه مسئله ده، چې له يوه كال را په دېخوا پرې افغان او امريكايي چارواكو خبرې كړې دي.

ولسمشر حامد كرزي د شنبې په ورځ ( د کب ۱۹ )  د نړيوالو ځواكونو له لوى قوماندان سره د بګرام زندان د بشپړې سپارنې مسئله مطرح كړه.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايې، په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو لوى قوماندان جنرال جوزف ډنفورد هوكړه كړې، چې دا كار د روانې اوونۍ تر پايه بشپړ شي.

د  عدليې وزير حبيب الله غالب په كابل كې په خبري غونډه كې وويل:

د بګرام زندان د سپارلو  پروسه ځكه وځنډېده، چې ځينې قانوني او تخنيكي ستونزې شتون لري.

بل خوا د عدليې وزير د افغانستان په عدلي او قضايي بنسټونو كې په اوسنيو قوانينو نيوكه وكړه.

حبيب الله غالب زیاته کړه كوم قوانين، چې په تېرو لسو كلونو كې تدوين شوي، د هغو هېوادونو قوانينو ته ورته دي، چې ټولنيز او سياسي حالت يې له افغانستان سره سر نه خوري، نو ځكه دا قوانين تعديل ته اړتيا لري.

دا په داسې حال كې ده، چې  د افغانستان اقتصادي بنسټونه هم تل په افغان حكومت كې له موجوده قوانينو شكايت كوي.

دوی وايې، اوسني قوانين د پانګه اچونې پر وړاندې خنډ دي او اداري فساد ته يې زمينه برابره كړې ده.

Trending

Exit mobile version