سیمه ییز خبرونه
د بګرام له زندان څخه ۶۵۰ تنه بندیان خوشې شول
افغان حكومت د بګرام له زندان څخه شپږ سوه پنځوس تنه بنديان خوشې كړل، د بګرام زندان د بنديانو د دوسيې څېړلو كمېټه وايي، دوى داسې اسناد او شواهد نه دي تر لاسه كړي تر څو د دغو كسانو ترهګريز فعاليتونه اثبات كړي.
د بګرام زندان، چې شاوخوا يوولس كاله د امريكايي ځواكونو په ولكه كې وو، د هېواد يو له لويو زندانونو څخه شمېرل كېږي، چې د وسله والو طالبانو، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو اړونده بهرني او كورني غړي پكښې د بند شپې تېروي.
افغان حكومت په تېر پسرلي كې له اوږدو ناندريو وروسته په دې وتوانېد، چې د دغه جنجالي زندان مسئوليت له بهرنيو ځواكونو څخه په غاړه واخلي.
د بګرام زندان د بنديانو د دوسيو د څېړلو كمېټې غړى عبدالشكور دادرس وایي، د بګرام زندان د بنديانو د دوسيو د څېړلو كمېټې په دغه زندان كې د اووه سوه پنځوسو بنديانو د دوسيو له څېړلو وروسته شپږ سوه پنځوس تنه له دغه بند څخه خوشې كړل.
دغه كسان د امريكايي ځواكونو له خوا له وسله والو طالبانو او القاعدې سره د تړاو په تور نيول شوي وو.
عبدالشكور دادرس همدارنګه وايي، دغه كسان په همدې تور له كورونو، د كار ځايونو او يا هم له بازارونو څخه نيول شوي وو او په دغه زندان كې ساتل كېدل.
د بګرام زندان د بنديانو د دوسيو د څېړلو كمېټې دا نه ده ښكاره كړې، چې په ياد زندان كې څو كسان ساتل كېږي خو په تېر پسرلي كې كله، چې افغان حكومت د دغه زندان مسئوليت اخيسته په ياد زندان كې درې زره پنځه اتيا تنه بنديان ساتل كيدل، چې له ډلې څخه يې شپږ سوه تنه خطرناك بلل شوي وو.
د يادولو وړ دى، چې د بګرام زندان د بنديانو د دوسيو د څېړلو كمېټې له دې وړاندې هم له دغه زندان څخه د څلور سوه درې ديرشو كسانو د خوشې كېدو حكوم صادر كړى وو، چې وروسته بيا خوشې شول.
د افغان دولت له زندانونو څخه د طالب بنديانو د خوشې كېدو تل د بشري حقونو د مدافع بنسټونو غبرګونونه پارولي دي دغه بنسټونه په دې باور دي، چې ډېرى طالبان له زندان څخه تر خوشې كېدو وروسته يو ځل بيا د طالبانو له ليكو سره يو ځاى كېږي.