تازه خبرونه
د بګرام هوايي اډه به هیڅکله امریکا ته ونه سپارو – اسلامي امارت
ذبیحالله مجاهد دا هم تائید کړې، چې د اسلامي امارت حکومت په واشنګټن او کابل کې د سفارتونو د بیا پرانیستلو په اړه له امریکایي چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له سکای نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې افغان حکومت به هیڅکله د هېواد خاوره یا اډې هیچا ته د سپارلو اجازه ورنکړي. دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو د غوښتنو په ځواب کې څرګندې شوې دي.
ذبیحالله مجاهد دا هم تائید کړې، چې د اسلامي امارت حکومت په واشنګټن او کابل کې د سفارتونو د بیا پرانیستلو په اړه له امریکایي چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې: “دا یوازې روسیه نده، چې اسلامي امارت یې پر رسمیت پېژندلی، بلکې ګڼشمېر نورو هېوادونو هم زمونږ حکومت پر ځانګړې بڼه پېژندلی دی.”
د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه مجاهد روښانه کړې، چې په دې اړه پرېکړه به د اسلامي عالمانو د نظرونو او شریعت پر بنسټ وشي؛ خو هیڅ ژمنه نشي کولی.
هغه دا هم ویلي، چې حکومت د وروستي ۴۸ ساعته انټرنیټ بندېدا د دلیل په اړه خبر نه و. دا اقدام د بشري حقونو فعلانو او هڅاندو لهخوا سانسور او آنلاین زدهکړو ته د ښځو د لاسرسي محدودیت په توګه غندل شوی دی.
له پراخو اقتصادي او بشري ننګونو سره – سره مجاهد ادعا کړې، چې افغانستان د یو متحد حکومت تر چتر لاندې د پرمختګ او نسبي ثبات څرګندې نښې لري او دغه راز یې د خوړو د بحران او نړیوالو محدودیتونو په اړه هم خبرې وکړې.
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې یونیسف په افغانستان کې خبرداری ورکړی؛ له پېنځه کلونو څخه کم عمره ۹۰ سلنه ماشومان د خوړو له فقر سره مخ دي.