سیمه ییز خبرونه
د بګرام په زندان کې ګڼ شمېر کسان د قانوني اسنادو او موجه دلیل پرته ساتل کېږي
د ولسمشرحامد كرزي لخوا د بګرام زندان د بنديانو د برخليك ټاكلو كمېټه وايي، په دغه زندان كې ګڼ كسان د قانونې اسنادو او موجه دليل پرته ساتل كېږي.
په دهمدې حال كي بنځه اتيا هغه بنديان، چي د افغان او نړيوالو ځواكونو لخوا په شپنيو عملياتو كې نيول شوي و د چهار شنبې په ورځ ( د زمري ۱۶ ) له دغه زندان څخه ازاد شول.
بګرام د افغانستان يو له سترو زندانونو څخه دى، چې شاوخوا څلور مياشتي كېږي مسئوليتونه يي د بهرنيو ځواكونو څخه افغان دولت ته سپارل شوي.
وېل كېږي په دي زندان كې د ترهګرو شبكو خطرناك افراد ساتل كېږي، خو بګرام زندان د بنديانو د برخليك ټاكلو كميټې غړى عبدالشكور دادرس وايي:
په دې زندان كې بېګناه وكړې هم بنديان دي.
ولسمشر حامد كرزې څو مياشتي مخكې دغو بنديانو د برخليك ټاكلو لپاره يوه كمېټه ګمارلې وه، اوس دا كمېټه د يو زيات شمېر بنديانو بيګناهي تائيدوې.
له كله، چې افغان دولت ته دغه زندان سپارل شوی دويم ځل دى، چې ورڅخه يو شمېر بنديان خوشي كېږي دا هغه كسان دي، چي د افغان اونړيوالو ځواكونو په شپنيو عملياتو كې نيول شوي او څو كاله كېږي، چې په دغه زندان كې بنديان دي.
د بګرام زندان مسئولين وايي، چې په تېرو اتلسو مياشتو كې له بګرام زندان څخه شاوخوا دوه زره اووسوه تنه بنديان ازاد شوي، دوې له بنديانو څخه د څېړنو بهير روڼ بولې او زیاتوي، چې د ټولو بنديانو دوسېې تر څېړنې لاندې دي.
