سیمه ییز خبرونه
د بگرام او څرخي پله له زندانونو څخه شل تنه بنديان خوشې شول
د بگرام او څرخي پله له زندانونو څخه شل تنه بنديان، چې له وسله والو مخالفينو سره د همكارى په تور نيول شوي وو، د محكمو له حكم وروسته پرون ( د ليندى ۱ ) خوشې شول.
په افغان دولت باندې د سياسي كړيو او خلكو له خوا تر نيوكو وروسته اوس داسې ښكاري، چې د بنديانو د برخليك د ټاكلو په برخه كې دولت جدي اقدامات كوي.
په تازه اقدام كې ۱۴ هغه كسان اعدام شول، چې د محاكمو له خوا ورته په بېلابېلو جرمونو كې د ښكېلتيا له وجې د مرگ سزا اورول شوې وه.
په همدې حال كې شل هغه بنديان خوشې شول، چې افغان او نړيوالو ځواكونو په عملياتو كې له وسله والو مخالفينو سره د همكارى په تور نيول شوي وو.
د پوځي پوليسو قوماندان او د بگرام زندان مسئول جنرال غلام فاروق باركزي وويل:
د محكمې له حكم وروسته دوى هېڅ قانوني موارد په لاس كې نه لري، څو دا كسان د وسله والو مخالفينو ليكو ته بيا ورشي.
دغو بنديانو، چې د بند بېلابېل پړاونه تېر كړي، وايې: له نيول كېدو وړاندې او وروسته لدې له افغان دولت سره هېڅ مخالفت نه لري.
د افغانستان د محاكمو له خوا د بنديانو برخليك ته رسيدگي، چې په دې وروستيو كې په كابل كې د اعدام څو پېښې له ځان سره درلودې، د ځينو بهرنيو بنسټونو غبرگونونه را وپارول، خو افغانان بيا د جرمونو د كچې د را ټيټولو لپاره دا ډول كړنې ستايي او ترې ملاتړ كوي.
په ورته وخت كې ځينې خلك اندېښنه لري، چې له طالبانو سره د همكارى په تور نيول شوي بنديان تر خلاصون وروسته ممكن بېرته له وسله والو مخالفينو سره ملگري شي.