تازه خبرونه
د بیات بنیاد د روژې مرستې کندوز ولایت ته ورسېدې او لسګونه اړمن ترې برخمن شول
بیات بنیاد په هېواد کې له اړمنو کسانو سره د روژې مبارکې میاشتې له پیل راپدیخوا اړمنو کورنیو ته د مرستو رسولو بهیر پیل کړی او دا دی په کندوز ولایت کې لسګونه اړمنو کورنیو له دې مرستو ګټه پورته کړه.
د بيات بنياد مسوولينو ويلي، په دغو مرستو کې اوړه، وريجې او غوړي شته، چې د يوې بریالۍ سروې له مخې پر اړمنو کسانو وېشل کیږي.
د هېواد په شمال ختیځ کې د بیات بنیاد استازی خیر محمد سلجوقي ويلي: بیات خیریه بنسټ په کندوز ولایت کې د بېوزلو او اړو کسانو له بشپړې سروې او پېژندنې وروسته یو اندازه خوراکي توکي ووېشل، چې د دغو مرستو د وېش بهیر به ټوله روژه روان وي.
د کندوز سیمه ییز چارواکي پر بېوزلو د بیات بنیاد د مرستو د وېش له ټولګو هرکلی کوي او له نورو پانګوالو او مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې د اړمنو کسانو لاسنیوی وکړي.
د کندوز د اقتصاد ریاست استازی علي خان احمدزی وايي: مونږ له نورو بنسټونو هیله کوو، چې د روژې په مبارکه میاشت کې د بېوزلو او اړو کسانو لاسنیوی وکړي.
د بیات بنیاد له مرستو برخمن شوي کسان وايي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې تر بل هر وخت ډېر خوراکي او بشري مرستو ته اړتیا لري.
دوی د دې بنسټ له همکارۍ مننه وکړه، چې هر کال له اړمنو سره مرستې کوي.
د مرستې ترلاسه کوونکیو څخه یو ويلي: کور یې ودان، چې دوی له مونږ سره مرسته وکړه؛ مونږ هیڅ نه درلودل؛ زمونږ ماشومان وږي وه. مونږ له نورو سوداګرو هم غواړو، چې له مونږ سره مرسته وکړي.
د دغه بنسټ مسوولینو ويلي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې د بیات بنیاد د بشري مرستو د وېش لړۍ په نورو ولایتونو کې هم دوام لري.
بیات بنیاد هر کال د روژې په میاشت کې له اړمنو سره د مرستو تر څنګ د طبیعي پېښو له زیانمنو سره هم مرستې کوي.