تازه خبرونه

د بیات بنیاد د مرستو لړۍ استقلال روغتون ته ورسیده

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۴, ۱۳۹۹)

بیات بنیاد د درېیم ځل لپاره هم د خپلو مرستو په لړ کې له کابل استقلال روغتون سره د خوراکي او روغتیایي توکو مرسته وکړه.
د بیات بنیاد د روغتیایي پرژو مسوول سمیع رحیمي ویلي؛ په دې مرستو کې لس قلمه درمل او عفوني ضد توکي شامل دي، چې وېش یې د هېواد ټولو ولایتونو ته روان دی.
د بیات بنیاد د روغتیایي مسوول د څرګندونو له مخې؛ په ټول هېواد کې د بیات بنیاد مرستې په روغتیایي، خوراکي او ودانیزو برخو کې روانې دي.
د استقلال روغتون مسوولین دا مرستې ستایي او وایي، دا د بیات بنیاد د مرستو پایله ده، چې زیاتره ناروغان تداوي شوي دي.


د کابل استقلال روغتون د جراحي او پلاستیک څانګې مسوول احمد شاه وزیر ویلي، چې د بیات بنیاد مرستې ګټورې ثابتې شوي او د هغو سوځېدلیو کسانو درملنه پرې شوې، چې د درملنې ونس نلري.
بیات بیناد په وروستیو دوه میاشتو کې د کرونا مخنیوي لپاره د کابل ښار ټولې ناحیې او د ولایتونو مرکزونه څو ځله ضد عفوي کړل؛ ماسکونه او عامه پوهاو پاڼې یې هم پر خلکو ووېشتلې.

Trending

Exit mobile version