تازه خبرونه

د بیات بنیاد له لوري د هرات لسګونه زلزله ځپلیو کورنیو ته مرستې ووېشل شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۱, ۱۴۰۲

بیات بنیاد په هرات ولایت کې لسګونه زلزله ځپلیو کورنیو ته کمبلې، غالۍ، د ګاز ډبې او جمپرونه ووېشل.

د بیات بنیاد مسوولینو ويلي، په لومړي پړاو کې یې شاوخوا ۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بستې استولې دي.

د دوى د څرګندونو له مخې؛ دغه بنسټ له‌خوا د هرات له زلزله ځپلیو سره د مرستو رسولو لړۍ روانه ساتل شوې ده.

دغه مرستې د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ د شورابک او فيض‌اباد په کليو کې پر هغو کورنيو ووېشل شوې، چې د نورو مرستندويه موسسو له‌خوا ورته کمه پاملرنه شوې ده.

په هرات کې د بیات بنیاد استازي  نثار احمد رحیمي ويلي، چې په لومړي پړاو کې یې هرې کورنۍ ته د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د زلزله ځپلیو سيمو يو شمېر اوسېدونکیو د بيات بنياد له مرستو خوښي څرګنده کړې او وایي، چې د تېرو دوه اوونيو په زلزله کې يې هر څه له لاسه ورکړي دي.

په هرات کې وروستیو زلزلو د هرات خلکو ته ستر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي، بیات بیناد له دې مخکې هم زرګونه کورنیو ته د خوراکي توکو بستې وېشلې دي.

Trending

Exit mobile version